Book Name:Teen Psandida Sifat
زياتيږي([1]) (2) عمامے سره دوه ركعته د بے عمامه اويا ركعتو نه افضل دي. ([2])
اے عاشقانِ رسول! عمامه شريف تړل سُنَّتِ مصطفٰى صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دي * زمونږ خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به هميشه په سر مبارك په ټوپئ باندې عمامه تړله * په سفر او كور كښې به ئې هم په سرِ اقدس عمامه تړله * خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به په عمامه شريفه كښې شمله پريښودله ، كله به په يوه اوګه ، كله به د دواړو اوګو تر مينځه پرته وه * خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به په مختلفو موقعو د مختلف رنګ عمامه شريفه استعمالوله ، خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نه سپينه ، توره ، شنه ، زعفراني ، حِرقاني ، زيړه ، کرښو والا او د سور رنګ عمامه تړل ثابت دي.
د عمامے تړلو فضائل او د دې په باره كښې تفصيلي معلوماتو د پاره د مكتبةُ المَدينه كتاب “ عمامہ کے فضائل “ مطالَعه كړئ الله پاك دِ مونږ ته هم د سُنَّت په نيت هميشه د عمامے تړلو توفيق راعطا كړي. اٰمِیْن بِجَاہِ النَّبِیِّ الْاَمِیْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
د دعوتِ اسلامی هفته واره د سُنَّتو ډكه اجتماع کښې
لوستلو والا (6) دُرودِ پاك او (2) دُعاګانې
(1) د شَبِ جُمعے [يعني د جُمعے د شپے] دُرُود
اَللّٰھُمَّ صَلِّ وَسَلِّمْ وَبَارِكْ عَلٰی سَیِّدِنَا مُحَمَّدِ نِالنَّبِیِّ الْاُمِّـیِّ