Teen Psandida Sifat

Book Name:Teen Psandida Sifat

كښې ډير طاقت وي ، * هغه تلل په خپلو ښپو كوي خو د هغه په ښپو كښې خدائي طاقت كيښودے شي ، يعنې په لږ وخت كښې د يو ځائے نه بل ځائے ته رسي ، * هغه په خپل زړه کښې سوچ فِكر كوي خو د هغه په سوچ او پوهه كښې خدائي طاقت کيښودے شي ، يعنې الله پاك هغه ته داسې سوچ او فِكر وركوي كوم چې د عامو خلقو په وهم و ګمان كښې هُم نه وي ، * هغه وينا په خپله ژبه كوي خو په وينا كښې ئې خدائي طاقت کيښودے شي ، يعنې خبره دلته كوي خو الله پاك ئې آواز د لرې پورې رَسَوي ، په دې وجه الله پاك د خپل داسې بنده دُعاګانې قبلوي او سوالونه ئې پورا كوي. 

     زمونږ خوږ آقا مكي مدني مصطفٰى صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د قيامته پورې واقعات په خپلو سترګو مبارکو ليدلي دي ، حضرت يعقوب عَلَيْهِ السَّلام په كِنعان كښې تشريف فرما وو او د مصر نه راروانو ځامنو ئې چې د يوسُف عَلَيْهِ السَّلام قميص ځان سره راغستے وو نو په کِنعان کښې ئې د هغې خوشبوئي محسوس کړه ، حضرت سُليمان عَلَيْهِ السَّلام د درې ميله په فاصله باندې د ميږي آواز واوريدو ، د حضرت سُليمان عَلَيْهِ السَّلام وزير آصف بِن برخيا رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د سترګو په رپ كښې د يمن نه د مَلكه بِلقِيس تخت مُلكِ شام ته حاضر كړو ، اَمِيرُ الْمُؤمِنِين حضرت عمرِ فاروقِ اعظم رَضِیَ اللهُ  عَنْه په مدينه منوره كښې خطبه وركوله او په [په سوونه ميلونه لرې] “ نِهاوَند “ كښې ئې د اسلامي لښكر حالات هم ليدل او هغوئي ته ئې خپل مبارك آواز هُم ور اورسولو [هغه آواز دا وو يَا سَارِيَةُ الْجَبَل يعنې عين د خطبے په حالت كښې چې كله حضرت عمر رَضِیَ اللهُ  عَنْه اوليدل چې اسلامي لښكر په سخت حالت كښې دے يو طرف ته درياب او بل طرف ته غر دے ، كه لښكر درياب طرف ته كيدلو نو د شكست انديښنه وه په دې وجه حضرت عمر رَضِیَ اللهُ  عَنْه د لښكر سپه سالار حضرت ساريه رَضِیَ اللهُ  عَنْه ته د مدينے منورے نه آواز اوكړو : يَا سَارِيَةُ الْجَبَل يعنې اے ساريه غر طرف ته شه ، حضرت ساريه رَضِیَ اللهُ  عَنْه دا آواز واوريدلو او لښكر ته ئې حكم