Book Name:Teen Psandida Sifat
اوكړو چې د غر طرف ته شئ او حمله اوکړئ] ، اعلٰى حضرت ، اِمامِ اهلسُنَّت ، مولانا شاه احمد رضا خان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه به د هرې پنجشنبے يعنې زيارت په ورځ د بريلي شريف نه مدينے منورے ته حاضريدلو ، دا ټول د هغه خُدائي طاقت نښې دي كوم چې الله پاك خپلو محبوبو بندګانو ته عطا كوي.([1])
مولانا رُوم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي :
گُفْتَۂ ِ اُوْ گُفْتَۂِ اللہَ بَوَد گَرْچِہْ اَزْ حُلْقُومِ عَبْدُ اللہ بَوَد
يعنې : د الله پاك د محبوب بنده د خُلې نه وتلې خبره په حقيقت كښې د الله پاك فرمان وي۔
] د پښتو مشهور صوفي شاعِرحضرت عبدالرحمان بابا رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د داسې بندګانو په باره كښې فرمائي :
چې په يو قدم تر عرشه پورې رسي [ما ليدلے دے رفتار د درويشانو
خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! دا دے د هغه بنده شان چا سره چې الله پاك محبت كوي او الله پاك د كوم بنده سره محبت كوي ، مونږه په شروع كښې حديثِ پاك واوريدلو ، چې په هغې کښې خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم درې صفات بيان فرمائيلي دي چې په كوم بنده كښې دا [درې] صِفات موجود وي ، الله پاك د هغه بنده سره محبت كوي.
وړومبے صِفَت : تقوٰى. دويم صِفَت : غِنا. دريم صِفَت : ګُمنامي.
راځئ چې د دې دريواړو صِفاتو وضاحت واورو :
وړومبے صِفَت : تقوٰى دے. په دريمه سيپاره سوره آلِ عمرٰن ، آيت نمبر76 كښې ارشاد دے :