Book Name:Teen Psandida Sifat
فَاِنَّ اللّٰهَ یُحِبُّ الْمُتَّقِیْنَ(۷۶) (پارہ3 ، سورۃآلِ عمران : 76)
[مَفهُوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان : بيشكه الله پرهيزګارو سره محبت كوي.
خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! تقوٰى اصل بندګي ده ، اِمام فَخرُ الدِّين رازي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په دې باره كښې يوه علمي نكته بيان كړي ده ، ارشاد فرمائي : الله پاك په يو مقام کښې د قرآنِ كريم دا صِفَت بيان کړے دے چې قرآن د مُتَّقيانو د پاره هدايت دے. ارشاد دے :
فِیْهِ ۚۛ-هُدًى لِّلْمُتَّقِیْنَۙ(۲) (پارہ1 ، سورۃالبقره : 2)
[مَفهُوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان : په دې كښې د ويره لرونكو د پاره هدايت دے.
بل ځائے کښې الله پاک اِرشاد فرمائي :
هُدًى لِّلنَّاسِ (پارہ2 ، سورۃالبقره : 185)
[مَفهُوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان : چې د خلقو د پاره هدايت دے.
اِمام فَخرُ الدِّين رازي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي : دا دواړه آيتونه چې راجمع كړے شي نو دا نتيجه را اوځي چې په حقيقت كښې د انسان ګنړلو حقدار هغه بنده دے كوم چې مُتَّقـي دے ، څوك چې مُتَّقـي نه دے هغه په حقيقت کښې د انسان ګنړلو حقدار هم نه دے. ([1])
دغه شان الله پاك په يو مقام كښې فرمائيلي دي چې قرآنِ كريم د ټولو انسانانو د پاره هدايت دے ، په بل مقام كښې ئې فرمائيلي دي : قرآنِ كريم د مُتَّقيانو خلقو د پاره هدايت دے. دا دواړه آيتونه چې راجمع كړے شي نو مطلب دا جوړيږي چې كوم انسان