Book Name:Teen Psandida Sifat
دے هغه مُتَّقـي دے او چې څوک مُتَّقـي دے په حقيقت كښې هغه د انسان ګنړلو حقدار دے.
علمائے كرامو د تقوٰى ووه [7] درجے بيان کړي دي ، په دې كښې اوَّله درجه د اِيمان ده. يعنې كوم كس چې د زړه د اخلاصه كَلِمه اولوستله ، په اسلام كښې داخل شو ، اګر چې د هغه تقوٰى د وړومبئ درجے ده خو دا هم مُتَّقـي دے. خو هغه كس چا چې هډو كلمه نه ده وئيلي ، كافِر دے ، دا هغه دے په چا كښې چې د يوے ذرے همره تقوٰى هُم نشته ، د ده مُتَعَلِّق الله پاك ارشاد فرمائي :
اُولٰٓىٕكَ كَالْاَنْعَامِ بَلْ هُمْ اَضَلُّؕ- (پارہ9 ، سوره اعراف : 179)
[مَفهُوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان : دا خلق د ځناورو په شان دي بلكه د هغو نه هم بدتر دي .
معلومه شوه....!!! په چا كښې چې د يوے ذرے همره تقوٰى هُم نشته هغه كافر دے ، په ظاهره اګرچې هغه انسان دے ، د هغه لاس ، ښپے ، سترګې ، پوزه ، غوږونه ، خُله ټول اندامونه شته ، په شكل وصورت كښې د انسانانو په شان دے خو د دې حقدار نه دے چې هغه ته دِ انسان اُووئيلے شي بلكه په انساني شكل كښې ځناور او د ځناور نه هم بدتر دے ځکه چې ځناور خو خپل مالِك و خالِق پيژني او هغه مني خو دا بدبخته د عقل لرلو باوُجود د خپل خالِق و مالِك انكار كوي. معلومه شوه چې مونږه د الله پاك بندګان يو او د بندګئ اصل تقوٰى ده.
اے عاشقانِ رسول! څنګه چې د بندګئ اصل تقوٰى ده. دغه شان د نيكئ اصل هم تقوٰى ده. الله پاك ارشاد فرمائي :