Book Name:Achi Aur Buri Mout
آخري نبـي صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: کَفیٰ بِالْمَوْتِ وَاعِظًا يعنې د نصيحت د پاره مرګ كافي دے.([1]) يو ځل يو كس د خوږ آقا صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په خدمتِ اقدس كښې حاضر شو او د زړه د سختئ شكايت ئې اوكړو، د مدينے جانان صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: اِطَّلِعْ فِی الْقُبُوْرِوَاعْتَبِرْ بِالنُّشُوْر د قبرونو په حالت غور كوه او د مرګ نه پس د پاڅيدلو نه عبرت حاصل كړه...!! ([2])
دا دے د زړه دسختئ اصل علاج، که د چا زړه زنګ نيولے وي، که په ګناهونو زَړَوَر شوے وي، که په نيكو كښې ئې زړه نه لګي نو پكار ده چې داسې بنده مقبرے ته لاړ شي، قبرونو ته اوګوري، د خپلو خپلوانو، دوستانو، ګاونډيانو، محلے والؤ، خوا و شا وفات شوو خلقو په باره کښې غور اوكړي، د هغوئي شکل و صورت راياد کړي چې! دا ټول مخكښې ژوندي وو، خوراك څښاك به ئې كولو، ګرځيدل را ګرځيدل به، د دوئي هم خواهشات وو، د دوئي هم په دې دُنيا كښې غټ غټ ارمانونه وو خو مرګ د دوئي ټول خواهشات، ټول ارمانونه په خاورو كښې ګډ كړل او نن دوئي په قبر كښې دي او نِزدې ده چې زه به هم د تورو تِيارو قبر ته كوز كړے شم.
حَجَّاج بِن يُوسُف يو ظالِم حكمران تير شوے دے. مُهلِب د هغه د فوج يو سپه سالار [کمانډر] وو. يوه ورځ مُهلِب د ريښمنو جامے اغوستې وے او په ډير غرور او تَكَبُّر كښې روان وو، حضرت مُطرِف بِن عبدالله رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه چې هغه داسې د تَكَبُّر په انداز كښې اوليدلو نو په زړه كښې ئې د نيكئ د دعوت جذبه رابيداره شوه، چنانچه هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د مُهلِب خوا ته تشريف يوړلو او ورته ئې اوفرمائيل: اے د الله بنده! د ګرځيدلو دا انداز د الله پاك د ناخوښه خلقو او د رَسُولُ الله صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د