Asmay Madina Munawara

Book Name:Asmay Madina Munawara

    اے عاشقانِ رَسُول! راځئ چې ذِکرِ مدينه کولو کولو کښې د مدينے مُنَوَّرے مبارک نومونه او د هغې د وضاحت اوريدلو سعادت حاصل کړو۔

      د ټولو نه اوَّل دا خبره دا ياده لرئ چې مدينه پاك د دُنيا واحد ښار دے چې د دې د سلو نه زيات نومونه دي، د دې نه علاوه د دُنيا داسې يو ښار نشته چې دومره زيات نومونه ئې وي، شيخ عبدُ الحق مُحَدِّث دهلوي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: د مدينه پاك د دومره زياتو نومونو كيدلو نه معلوميږي چې دا مبارك ښار څومره عظمتونو والا دے. د الله پاك نومونه هم د شمير نه بهر دي، د الله پاك د صِفاتي نومونه څوك شمير نه شي كولے. دغه شان په مخلوق كښې د ټولو نه افضل زمونږ خوږ آقا مكي مدني مصطفٰى  صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دے،  د خوږ نبـي  صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم هم په زرګاؤ صِفاتي نومونه دي، دغه شان په ښارونو كښې مدينه مُنَوَّره افضل و اعلٰى ښار دے په دې وجه د مدينے مُنَوَّرے هم د سلو نه زيات نومونه دي.

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                                 صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

په قرآنِ كريم كښې ذِكر شوي اسمائے مدينه

(1-3) مدينه، مُدْخَلُ صِدْق، اَرْضُ اللهِ

     اے عاشقانِ رسول! د مدينے مُنَوَّرے د سلو نومونو نه زياتو نومونو كښې ډير نومونه هغه دي كوم چې الله پاك په قرآنِ كريم كښې ذِكر كړي دي بلكه د مدينے مُنَوَّرے  معروف نوم مَدِينه هم په قرآنِ كريم كښې څلور ځله راغلے دے.

      د دې نه علاوه په سيپاره 15، سوره بنـي اسرائيل، آيت نمبر80 كښې د مدينے مُنَوَّرے د پاره لفظِ ” مُدْخَلُ صِدْقٍ“ استعمال شوے دے، يعنې د داخليدلو ښه او