Asmay Madina Munawara

Book Name:Asmay Madina Munawara

رښتينےځائے.

     دغه شان په سيپاره 5، سوره نِسآء، آيت: 97 كښې د فرښتو په ژبه ارشاد دے:

اَلَمْ تَكُنْ اَرْضُ اللّٰهِ وَاسِعَةً فَتُهَاجِرُوْا فِیْهَاؕ-  (پارہ5،سورۃالنساء:97)     

مفهوم ترجمہ کنزُ العِرفان: آيا د الله زمكه فراخه نه وه چې تاسو پكښې هجرت كړے وے

     علماء فرمائي:په دې آيت كښې د ” اَرْضُ اللهِ“ نه مراد مدينه منوره ده. ([1])

(4-5) دارُ الهِجرت، دارُ الاِيمان

        په سيپاره 28، سوره حشر، آيت: 9 كښې د مدينے مُنَوَّرے  دوه نومونه ذِكر شوي دي:

(1) دارُ الهِجْرَت             او  (2)دارُ الاِيمان  

چنانچه ارشاد دے:

وَ الَّذِیْنَ تَبَوَّؤُ الدَّارَ وَ الْاِیْمَانَ مِنْ قَبْلِهِمْ   (پارہ28،سورۃالحشر:9)  

مفهوم ترجمہ کنزُ العِرفان: او هغوئي چا چې د دوئي (يعني مهاجرينو) نه مخكښې دا ښار او ايمان استوګنه جوړ كړل.

        علامه بيضاوي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د دې آيت يوه معنٰى بيانوي، فرمائي: تَبَوَّؤُوْا دَارَ الْهِجْرَةِ وَدَارَ الْاِيْمَانِ  هغه خلق كومو چې دارُ الهجرت او دارُ الايمان خپل كور جوړ كړو او د دې نه مراد اَنصار صحابه كرام عَلَيْهِمُ الرِّضْوان دي چې د هغوئي صِدق او رښتينوالے ښكاره شوے


 

 



[1]...وفاء الوفاء(مترجم)، جلد:1، صفحہ:52 ۔