Asmay Madina Munawara

Book Name:Asmay Madina Munawara

وو، هغوئي عَلَيْهِمُ الرِّضْوان د مخكښې نه په مدينه منوره كښې استوګنه لازمه كړي وه، اِيمان ئې راوړو او په مدينه منوره كښې اوسيدلو باندې او ايمان باندې ثابت قدم پاتې شو.

        علامه بيضاوي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه نور فرمائي:په دې آيت كښې الله پاك مدينے مُنَوَّرے ته ”اِيمان (يا دارُ الايمان)“ وئيلے دے، د دې وجه دا ده چې ايمان د مدينے مُنَوَّرے نه خور شوے دے او بيا به هُم دې طرف ته واپس كيږي.([1]) د مُعجَمِ اوسط حديثِ پاك دے، زمونږ خوږ نبـي صَلَّى اللهُ  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائي: اَلْمَدِیْنَۃُ دَارُ الْاِیْمَان مدينه د ايمان كور دے. ([2])

ایمان ملا ان کے صدقے، قرآن ملا ان کے صدقے

رحمٰن ملا ان کے صدقے، وہ کیا ہے جو ہم نے پایا نہیں

     اے عاشقانِ رسول!  د دې آيتِ كريمه نه معلوم شوه چې مدينه منوره دارُ الهِجْرَت  هم دے او دارُ الْاِيمان هم دے بلكه د مدينے مُنَوَّرے يو نوم ”قَلبُ الْاِيمان (يعنې د ايمان زړه)“ هم دے او په يو حديثِ پاك كښې خو سركارِ مدينه د مدينے مُنَوَّرے [د زمکې د] ”اِيماندارې كيدلو“قسم كړے دے، هغه دا چې نبـي كريم فرمائي: وَالَّذِی نَفْسِیْ بِیَدِہٖ اِنَّ تُرْبَتَہَا الْمُؤْمِنَۃُ په هغه ذات مې دِ قَسَم وي د چا په لاس كښې چې زما ځان دے، بيشكه د  مدينے مُنَوَّرے زمكه مؤمنه ده. ([3])

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                                 صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد


 

 



[1]...حاشیہ شیخ زادہ تفسیر بیضاوی ، پارہ:28، الحشر، تحت الآیۃ:9، جلد:8، صفحہ:167۔

[2]...المعجم الاوسط، جلد:4، صفحہ:174، حدیث:5618۔

[3]...ارشاد الساری، جلد:3، صفحہ614۔