Asmay Madina Munawara

Book Name:Asmay Madina Munawara

(6) د مدينے مُنَوَّرے مبارك نوم: حَسَنَه

     اے عاشقانِ رسول! په يو مقام کښې الله پاك مدينے مُنَوَّرے ته ”حَسَنَه“ وئيلي ده، په سيپاره 14، سوره نحل، آيت: 41 كښې ارشاد دے:

وَ الَّذِیْنَ هَاجَرُوْا فِی اللّٰهِ مِنْۢ بَعْدِ مَا ظُلِمُوْا لَنُبَوِّئَنَّهُمْ فِی الدُّنْیَا حَسَنَةًؕ-   (پارہ14،سورۃالنحل:41)

مفهوم ترجمہ کنزُ العِرفان: او چا چې د الله په لاره كښې خپل كورونه پريښودي دي پس د هغې نه چې په هغوئي ظُلم شوے وو، نو مونږ به ضرور هغوئي ته په دُنيا كښې ښه ځائے وركړو.

     دا آيتِ كريمه د هجرت كوونكو صحابه كرامو عَلَيْهِمُ الرِّضْوان په حق كښې نازل شوے دے يعنې هغه صحابه كرام عَلَيْهِمُ الرِّضْوان كومو چې د هجرت نه مخكښې په مكه مكرمه كښې اسلام قبول كړے وو، د مكے كافرانو په هغوئي ډير ظُلم و سِتَم كړے وو، هغوئي به ئې په اسلامي تعليماتو باندې عمل كولو ته نه پريښودل، د الله پاك په حكم  هغه مکّي صحابه كرامو عَلَيْهِمُ الرِّضْوان مدينے مُنَوَّرےته هجرت اوكړو، الله پاك د دې صحابه كرامو عَلَيْهِمُ الرِّضْوان سره وعده اوفرمائيله چې

لَنُبَوِّئَنَّهُمْ فِی الدُّنْیَا حَسَنَةًؕ-   (پارہ14،سورۃالنحل:41)                     

مفهوم ترجمہ کنزُ العِرفان: نو مونږ به ضرور هغوئي ته په دُنيا كښې ښه ځائے وركړو.

 مدينے مُنَوَّرے ته حَسَنَه ولې وائي؟

     اے عاشقانِ رسول! د حَسَنَه معنٰى ده ښه او بهترين ځائے. * مدينه طَيِّبَه په هر اعتبار سره ډيره ښه، بهترينه،  ښكلي او ښائسته ده * د مدينے باغونه ښكلي ښكلي دي  * عاشقان د مدينے مُنَوَّرے فضا هُم ډىره خوښوي * د مدينے عمارتونه ورته ډير ښكلي  ښکاري * د مدينے ګنبدونه هم ورته ډير ښكلي ښکاري * په مدينه منوره كښې د خوږ