Asmay Madina Munawara

Book Name:Asmay Madina Munawara

كيږي هغه ټول د مدينے مُنَوَّرے  بركت دے او د هُم دې نُور پلوشے دي،([1]) مَثَلاً * عاشِقان د بَغداد سره مينه كوي ځكه چې هلته د غوثِ پاك رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه مزار دے * عاشقان لاهور خوښوي ځكه چې هلته د داتا ګنج بخش علـي هَجويري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه مزار دے * عاشقان د اجميرشريف سره مَحَبَّت كوي ځكه چې هلته د خواجه غريبِ نَواز مُعِينُ الدِّىن چشتي اجميري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه مزار مُبارَك دے * عاشقان د بريلي شريف سره مينه لري ځكه چې هلته د اِمامِ اَهلِ سُنَّت مولانا شاه احمد رضا خان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه مزار دے، په دې ټولو ښارونو كښې هم نُور دے خو دا نُور، دا حُسَن كوم چې عاشقان په خپلو سترګو ليدے شي، دا ټول نُور په اصل كښې د مدينے مُنَوَّرے د نورانِيَّت پلوشے دي. اعلٰى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي:

انہیں   کی   بُو   مایۂ  سَمَن   ہے،    انہیں   کا   جلوہ   چمن  چمن  ہے

اُنہیں سے گلشن مہک رہے ہیں، انہیں کی رنگت گلاب  میں ہے([2])

   يعنې په چنبيلي کښې دا خوشبو د سركارِ مدينه  صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د خوشبو په وجه ده، په باغونو او چمنونو كښې چې کومه خوشبوئي ده هغه د خوږ نبـي  صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د نُور د تَجَلِّـي په برکت ده، ، د ګُلاب ګُل هُم د خوږ نبـي  صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د مبارك رنګ په بَرَكت ښائسته دے.

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                                صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

په احادىث كښې بيان شوي اَسمائے مدينه


 

 



[1]...تاریخ مدینہ، صفحہ:9۔

[2]...حدائق بخشش، ص۱۸۰.