Asmay Madina Munawara

Book Name:Asmay Madina Munawara

(7، 8، 9)  طَابَه، طَيْبَه، طَيِّبَه

     خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! د مَدِينَے طَيِّبَے په مُبارك نومونو كښې هغه نومونه كوم چې خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته زيات محبوب دي هغه طَابَه، طَيْبَه او طَيِّبَه دي.

     د مُسلِم شريف په حديثِ پاك كښې دي، سركارِ مدينه صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائي: اِنَّ اللّٰہَ سَمَّی الْمَدِیْنَۃَ طَابَةَ بيشكه الله پاك د مدينے نوم طابَه ايښودے دے. ([1]) په بل حديثِ پاك كښې دي: اِنَّ اللّٰہَ اَمَرَنِیْ اَنْ اُسَمِّـیَ الْمَدِیْنَۃَ طَابَةَ بيشكه الله پاك ما ته حكم كړے دے چې د مدينے نوم طابَه كيږدم. ([2]) د حضرت وَهْب بِن مُنَبَّه نه روايت دے چې په تورات شريف (كوم چې په حضرت مُوسٰى عَلَيْهِ السَّلام نازل شوے دے په هغه كتاب) كښې د  مدينے مُنَوَّرے نومونه ” طَابَه، طَيْبَه او طَيِّبَه“ دي. ([3])

     اے عاشقانِ رسول! د مدينے مُنَوَّرے دا دريواړه نومونه (طَابَه، طَيْبَه، طَيِّبَه) د ”طِيْب“ نه وتلي دي، د طِيْب لفظى معنٰى ده: خوندَوَر، كوم څيز چې ظاهري حَوَّاسو (يعني سترګو، پوزې او غوږونو وغيره) ته او زړه ته خوَند وركوي هغې ته په عربئ كښې ”طِيْب وائي، لِهٰذا د مدينے مُنَوَّرے د دې دريواړو نومونو مطلب به شي: خوَندَوَر ښار، خوشبوداره ښار، هغه مبارك ښار چې د هغې په ليدلو سترګو ته خوشحالي حاصليږي ، هغه مُقَدَّس ښار چې د هغې په هوا كښې ساګانې مُعَطَّر [يعني خوشبودارې] كيږي، هغه عِزَّت والا ښار چې هغې ته رسيدلو سره زړه ته سكون


 

 



[1]...مسلم، کتاب: الحج، صفحہ:513، حدیث:1385۔

[2]...معجم کبیر، جلد:2، صفحہ:51، حدیث:1954۔

[3]...تاریخ المدینہ، فی اسماء المدینہ، جلد:1، صفحہ:163۔