Asmay Madina Munawara

Book Name:Asmay Madina Munawara

ميلايږي، چې هغې ته رسيدلو سره بنده نه غم هيريږي او غمژنو زړونو ته آرام نصيب کيږي.

 مدينے مُنَوَّرے ته طَابَه، طَيْبَه، طَيِّبَه ولې وائي

     خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! مَدِينَۀ پاك ته ” طَابَه، طَيْبَه، طَيِّبَه“ ولې وائي، د دې وضاحت شيخ عبدُ الحق مُحَدِّث دهلوي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه كوي، فرمائي: مَدِينَۀ منوره پاكيزه ښار دے، په دې وجه دې ته ” طَابَه، طَيْبَه، طَيِّبَه“ وائي، بيا د دې پاكوالے په څو اِعتِباره سره دے، مَثَلاً د مدينے مُنَوَّرے زمكه د كفر و شرك د پليتئ نه پاكه ده، د مدينے مُنَوَّرے پاكيزه زمكه، آب وهَوا، خوشبوداره مُعَطَّره فِضا د طبيعت بالكل موافِق ده، دغه شان علماء فرمائي: د مدينے مُنَوَّرے د پاكې خاورې، د هغې د ديوالونو او عمارتونو نه داسې بهترينه خوشبو راځي چې د هغې مِثَال د دُنيا په يوه خوشبو كښې نه مِلاويږي. ([1])

عرصہ ہوا طیبہ کی گلیوں سے وہ گزرے تھے                 اس وقت بھی گلیوں میں خوشبو ہے پسینے کی

    اے عاشقانِ رسول! زمونږ د خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم مدينے مُنَوَّرے ته د تشريف راوړلو نه مخكښې به ئې دې علاقے ته ”يَثْرِبْ“ وئيلو، يعنې د وباګانو، مصيبتونو زمكه. خو چې څنګه خوږ خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دلته تشريف راوړو نو دا زمكه د ” يَثْرِبْ “ نه ”طَابَه، طَيْبَه، طَيِّبَه“ جوړه شوه، د امام بُخاري نه روايت دے چې حُضُورِ اكرَم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ارشاد فرمائي:څوك چې يو ځل مدينے ته يَثْرِبْ اووائي هغه دِ د دې په كَفَاره كښې لس ځله مدينه اووائي. ([2])


 

 



[1]...تاریخ مدینہ، صفحہ:5خلاصۃً۔

[2]...تاریخ الکبیر، باب:العین، عثمان بن حفص، جلد:6، صفحہ:62، رقم:8282۔