Asmay Madina Munawara

Book Name:Asmay Madina Munawara

     حضرت امام شبلي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د روښانه ضمير او اوچتو علماؤ نه دے، هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: د مدينے مُنَوَّرے په خاوره كښې يو خاص خوشبو ده چې هغه په مُشك او عنبر كښې هُم نشته او دا څه د حيرانتيا خبره نه ده، ځکه چې دا هٰغه پاك ښار دے چې د دې په هواګانو كښې د خوږ خوږ مُعَطَّر آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د ساګانو خوشبو ده. حضرت ابُو عبدُ الله عطَّار رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي:

بِطِیْبِ  رَسُـوْلِ  الـلّٰـہِ طَـابَ  نَسِیْـمُـہَا                 فَمَا   لِلْمِسْکِ   وَ   الْکَا فُوْرِ  وَ   الصَّنْدَلِ     الرَّطَبِ([1])

    يعنې مدينۀ مُنَوَّره هغه مُقَدَّس او پاك ښار دے چې د خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په خوشبويانو د دې فِضا خوشبوداره شوي ده، پس د دې اعلٰى ترينې خوشبو په مقابَله كښې د مُشك، كافُور او صَندَل وغيره څه حَيثِيَّت دے....!!

      مدینہ مدینہ ہمارا مدینہ                               ہمیں جان و دِل سے ہے پیارا مدینہ

    سہانا سہانا، دِل آرا مدینہ                              دِیوانوں کی آنکھوں کا تارا مدینہ

یہ رنگیں فضائیں، یہ مہکی ہوائیں                                مُعَطَّر مُعَطَّر ہے سارا مدینہ

مدینے کے جلووں کے قربان جاؤں                        خُدا نے ہے کیسا سَنْوارا مدینہ([2])

     خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! زمونږ د خوږ آقا مكي مدَني مُصطفٰى صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د خوشبو به څه وائې....!! * زما د خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم بَدَن مُبَارَك هم خوشبوداره،  * زما د خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم خوَله مُبَارَكه هم خوشبوداره، * زما د خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم لُعاب مبارك (يعنې لاړې مباركې) هم خوشبودارې،  * زما


 

 



[1]...السکینہ باخبار المدینہ، صفحہ:9۔

[2]...وسائل بخشش، صفحہ:355۔