Asmay Madina Munawara

Book Name:Asmay Madina Munawara

خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم چې څه څيز ته لاس مبارك لګولے دے، هغه هم خوشبوداره شوے دے، * زما خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم چې په كوم ځائے تير شي ، په هغه لاره کښې هم خوشبو خوره شي.  

     زما آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په يوه لاره تير شوے دے که نه؟ د دې پته به څنګه اولګي؟ اعلٰى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په دې شعر كښې د هغې پيژندګلو ښودلي ده، فرمائي:

عنبر زمین، عَبِیر ہوا، مُشْک تَر غُبار                              اَدْنیٰ سِی یہ شَنَاخت تری رہ گزر کی ہے([1])

    يعنې چې زمكه داسې خوشبوداره وي لکه عنبر او هوا د عبِير نومې خوشبو په شان خوشبوادره وي او د ګرد و غُبار نه د مُشكو په شان خوشبو راځي نو دا زمونږ د خوږ آقا رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په هغه لاره باندې د تيريدلو يوه معمولي شان پيژندګلو ده.  

     او دا صرف شاعري نه ده بلكه حقيقت دے، صحابۀ كرام عَلَيْهِمُ الرِّضْوان فرمائي: چې كله به مونږه د خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم بارګاه ته رسيدل غوښتل نو مونږه به د هغوئي صَلَّى اللهُ  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د خوشبوئي د چپو په بوئي کولو بوئي کولو د هغوئي  صَلَّى اللهُ  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم خوا ته رسيدلو. ([2])   

     خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! دا خو د سركارِ مدينه صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم خوشبو ده...!! اِمام جَزُولي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د دُرُود شريف مُتَعَلِّق كتاب ”دَلائِلُ الْخَيْرات“ ليكلے دے، د هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د وصال نه 77 كاله پس په څه وجه د هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه قبر برسيره کړے شو نو د خوشبوئي چپے ترينه راتللې، ([3])اِمام بُخارى رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ټول ژوند د خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ


 

 



[1]...حدائق بخشش، صفحہ:225۔

[2]...کَشْفُ الْغُمَّہ، جزء:2، صفحہ:64۔

[3]...دلآئل الخیرات مترجم،  صفحہ:14خلاصۃً۔