Asmay Madina Munawara

Book Name:Asmay Madina Munawara

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                                 صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

د بيان اوريدلو نيتونه

              فرمَانِ مُصطَفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم: ا َفْضَلُ الْعَمَلِ اَلنِّيَّةُ الصَّادِقَةُ  (يعنې) رښتينے نِيَّت د ټولو نه افضل عمل دے.([1])

       اے عاشقانِ رَسُول! ياد ساتئ! په نيك او جائز كار كښې چې څومره ښه نِيَّتونه زيات وي هغه همره به ثواب هُم زيات كيږي. د ثواب حاصلولو د پاره د بيان اوريدو نه مخكښې ښه ښه نِيَّتونه كوو:

نِيَّت اوکړئ چې، * نظر به ښكته ساتم او ښه په غور به بيان اورم. * چې څومره كيدے شو د ډډه وهلو په ځائے به د عِلمِ دِين د تعظيم [يعني ادب] په نِيَّت دوزانو [يعني د اَلتَّحِيَّات په شكل كښې] كښينم * كه قلم كاغذ درسره وي نو د اهمو نكاتو نوټ كولو نِيَّت هم اوكړئ.

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                                         صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

مدينه منوره محبوب ترين ښار دے

     خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! زمونږ خوږ آقا مكي مدني مصطفٰى  صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په مكه مكرمه كښې 53 كاله اوسيدلے دے، د 40 كالو په عمر كښې په خوږ نبـي  صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم باندې اوله وحي نازل شوي ده، د دې نه پس د دريو كالو پورې خوږ آقا  صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په پټه د اسلام دعوت وركولو، بيا د نبوت په دريم كال د الله پاك حكم


 

 



[1]...جامع صغیر، صفحہ:81، حدیث:1284۔