Asmay Madina Munawara

Book Name:Asmay Madina Munawara

وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د احاديثِ مبارَكه خدمت كړے دے، د هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د قبر مبارك د  خاورې نه خوشبوئى راتلله. خلقو به د اِمام بُخاري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د قبر خاوره د تَبَرُّك په طور وړله. معلومه شوه چې زمونږه خوږ آقا و مولٰى صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم خوشبوداره دے، څوك چې د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم تابع فرمانه وي،كثرت سره د هغوئي صَلَّى اللهُ  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم تذکِره كوي، كثرت سره دُرُود شريف وائي، د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د احاديثو خدمَت كوي نو هغه هم خوشبوداره كيږي نو بيا د مدينے مُنَوَّرے پاكه زمكه، پاكې هواګانې او پاكه صفا فِضا به ولې نه خوشبوداره كيږي چې هلته خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د خپل ظاهري ژوند لس كاله تير كړي دي او اوس هم په هغه مبارَك ښار كښې آرام فرما دے.      

(10) مدينه مُنَوَّره ”شافِيَه“ ده

     خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! د مدينے مُنَوَّرے په ښكلو او ښائسته نومونو كښې يو خوږ نوم ”اَلشَّافِيَه“ يعنې شِفا وركوونكے ښار دے. * د مدينے مُنَوَّرے دا نوم په دې وجه دے چې د الله پاك حَبِيب په حديثِ پاك كښې ارشاد فرمائيلے دے: غُبَارُ الْمَدِیْنَۃِ شِفَاءٌ د مدينے مُنَوَّرے دُوړه د شِفا سبب ده. ([1]) * په يو بل حديثِ پاك كښې خوږ آقا په قَسَم سره فرمائيلي دي: وَ الَّذِیْ نَفْسِیْ بِیَدِہٖ اِنَّ  فِیْ غُبَارِھَا شِفَاءً مِّنْ کُلِّ دَآءٍ په هغه ذات مې دِ قَسَم وي د چا په قبضۀ قُدرت كښې چې زما ځان دے، بيشكه د مدينے مُنَوَّرے په دُوړه كښې د هرې بيمارئ شِفا ده.([2])  * په بُخارى شريف كښې


 

 



[1]...جامع صغیر، صفحہ:355، حدیث:5753۔

[2]...الترغیب والترہیب، فی سکنی المدینہ، صفحہ:416، حدیث:28۔