Asmay Madina Munawara

Book Name:Asmay Madina Munawara

عشق و محبت يو عجيبه حكايت اورو:

 د كونترو د آستانۀ محبوب سره محبت (حكايت)

       سَيِّدي قُطبِ مدينه  مولانا ضىاء الدين مَدَني رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه كوم چې د شيخِ طريقت، اَمِيرِ اهلِ سُنَّت پير صاحب دے، د مدينے مُنَوَّرے سره ډير محبت لرلو، هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ډير كلونه په مدينه منوره كښې اوسيدلے وو، هلته په جنت البقيع كښې دفن دے، هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: يو ځل انتِظاميه د جمات شريف حرم پاك ساتلو د پاره فيصله اوكړه چې په حرم شريف كښې به كونترو ته دانے نه اچولے كيږي، دغه شان به دا كونترې بل چرته لاړې شي، په دې حكم باندې عمل اوكړے شو او د ډيرو ورځو پورې كونترو ته دانے وانچولے شوې خو د كونترو د ګنبدِ خَضرٰى سره د محبت دا عالم وو چې د لوږې مړې كيدلې خو د محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم آستانه پريښودلو ته تيارې نه وے، د مدينے خلقو چې د عشق نه ډك دا منظر په خپلو سترګو اوليدلو نو انتِظاميه ته ئې په كلكه درخواست اوكړو، بيا بيرته په هغه ځائے کښې كونترو ته د دانو اچولو سلسله شروع كړے شوه.([1])   

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                                 صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

دولس ديني كارونو كښې يو ديني كار ”هفته وار اجتماع“

    خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! په زړه كښې د عشقِ مدينه زياتولو، يادِ مدينه، ذِكرِ مدينه كولو، ګناهونو او فضولياتو نه بچ كيدلو، ښه بامقصده او د نيكو ژوند تيرولو د پاره د عاشقانِ رسول ديني تحريك دعوتِ اسلامي ديني ماحول کښې شامل شئ او د


 

 



[1]...عاشقانِ رسول کی 130حِکایات، صفحہ:184۔