Asmay Madina Munawara

Book Name:Asmay Madina Munawara

ذِيلي حلقے په 12 دیني كارونو كښې په اخلاص سره خپل كردار ادا كړئ او د ډيرو ثوابونو حقدار جوړ شئ. په دې 12 ديني كارونو كښې يو ديني كار ”هفته وار اجتماع“ هم ده.

      د هر زيارت په ورځ د ماښام د لمَانځه نه پس او په بعضو مقاماتو کښې د ماسخُتن د لمَانځه نه پس د دعوتِ اسلامي د سُنتو ډكه اجتماع شروع كيږي، په دې كښې تلاوت، نعت، بيان، مخصوص دُرودِ پاك او ذِكر و دُعا كيږي، بيا په آخره کښې پکښې د زده كولو او نورو ته د ورزده كولو حلقے لګي او دغسې يوه علمي او روحاني فضا قائمه وي، تاسو هُم پوخ نِيَّت اوكړئ چې  د هر زيارت په ورځ به د ماښام د لمَانځه نه پس په دې اجتماع كښې پخپله هم شرکت کووم او نورو ته به هُم د دې دعوت هُم وركووم او ځان سره به ئې د راويستلو كوشش هُم كووم.

د ټيبل ټينَس شوقين څنګه په لاره راغلو...؟

     د كراچئ اوسيدونكي يو اسلامي ورور بيان دے چې هغه د مذهبي ذِهن نه لرلو په وجه په فضولياتو كښې شپې او ورځې تيرولې، د ګناهونو سلسله هم وه، او هغه د ټيبل ټينَس ډير شوقين هم وو، د ماښام شروع كيدلو سره به په ټيبل ټينَس كښې مصروفه شو او د شپې ناوخته پورې به دا سلسله جاري وه، يو ځل د دعوتِ اسلامي ديني ماحول سره  وابسته اسلامي ورور هغه ته او هغه سره لوبې كوونكو ته د لمَانځه ادا كولو او هفته واره د سُنتو ډكه اجتماع كښې د شريك كيدلو دعوت وركړو، آخر د ټيبل ټينَس شوقين هفته واره د سُنَّتو ډكه اجتماع كښې شريك كيدل شروع كړو، د هفته وارې اجتماع په بركت ئې په قلاره قلاره زړه نرم شو، د هغه دزړه تور والے لرې شو، او هغه د خپلو ټولو ګناهونو نه توبه اوكړه او د دعوتِ اسلامي پاكيزه ديني ماحول سره وابسته