Asmay Madina Munawara

Book Name:Asmay Madina Munawara

شو.

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                                     صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

   خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! د بيان په آخره کښې د سُنَّتو فضيلت او يو څو سُنَّتونه او آداب د بيانولو ثواب حاصلووم. تاجدارِ رِسالت، شَهَنْشاهِ  نُبُوَّت صَلَّى اللهُ  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اِرشاد فرمائي: ’’چا چې زما سُنَّتو سره مَحَبَّت اوكړو هغه زما سره مَحَبَّت اوكړو او چا چې زما سره مَحَبَّت اوكړو هغه به  جنّت کښې زما سره وي.‘‘ ([1])

سینہ   تیری  ُسنَّت  کا  مدینہ  بنے  آقا                                                                   جنت میں   پڑوسی  مجھے  تم   اپنا   بنانا

سِينه مې دِ شي  جوړه  د  سنّتو  مدينه  خوږه آقا              جنّت كښې مې خپل جوړ كړه ګاونډي خوږه آقا

غمخواري د خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سُنَّت دي

     فرمانِ مُصطفٰى صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم: څوك چې يو غمژن كس ته تعزيت اوكړي الله پاك به هغه ته د تقوٰى جامې ورواغوندي، او د روحونو په مينځ كښې به د هغه په روح باندې رحمت اوفرمائي، او څوك چې يو مُصِيبَت وهلي ته تعزيت اوكړي، الله پاك به د جنت د جوړو نه يوه جوړه هغه ته عطا كړي چې د هغې قيمت [ټوله] دُنيا هم نه شي كيدے. ([2])

     اے عاشقانِ رسول! غمخواري كول سُنَّت دي * زمونږ خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به د خپلو صحابۀ كرامو عَلَيْهِمُ الرِّضْوان حالات معلومولو او ضرورتاً به ئې د هغوئي عَلَيْهِمُ


 

 



[1]… ابنِ  عساكر  ج٩ ص ٣٤٣

[2]...مُعْجَمُ الْأَوْسَط، جلد:6، صفحہ:429، حدیث:9292۔