Asmay Madina Munawara

Book Name:Asmay Madina Munawara

الرِّضْوان غم خواري هم كوله، مَثَلاً  * كه څوك به بيمار شو نو د هغه تپوس به ئې كولو * كه څوك به په سفر كښې وو نو د هغه د پاره به ئې دُعا كوله * كه څوك به وفات شو نو د هغه د پاره به ئې د مَغفِرَت دُعا كوله، * روايت دے چې يوے حبشي زنانه يا سړي به په جمات كښې جارو وهله، يوه ورځ ئې په جمات كښې اُونه ليدله، نو د هغې مُتَعَلِّق ئې تپوس اوكړو؟ عرض اوكړے شو: هغه وفات شوي ده، ارشاد ئې اوفرمائىلو: زه مو ولې نه ووم خبر كړے؟ ما د هغې قبر ته بوځئ! بيا خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د هغې قبر ته تشريف يوړلو او د بخښنې دُعا ئې اوكړه. ([1])  * يو صحابي رَضِیَ اللهُ  عَنْه د خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په خدمت كښې عرض اوكړو: يَـا رَسُـولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! زه غم او قرض نيولے يم. غمخوار آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ورته د قرض ختمولو وظيفه اوښودله، ارشاد ئې ورته اوفرمائيلو: هره ورځ سحر ماښام دا لوله:

اَللّٰہُمَّ اِنِّی اَعُوْذُبِکَ مِنَ الْہَمِّ وَالْحُزْنِ وَأَعُوْذُبِکَ مِنَ الْعَجْزِ وَالْکَسَلِ وَاَعُوْذُبِکَ مِنَ الْجُبْنِ وَالْبُخْلِ وَاَعُوْذُبِکَ مِنْ غَلَبَۃِ الدَّیْنِ وَقَہْرِ الرِّجَالِ

     هغه صحابي رَضِیَ اللهُ  عَنْه فرمائي: ما دا عمل اوكړو نو الله پاك زما غم لرې كړو او زما قرض هم ادا كړے شو. ([2])

     خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! مونږ له پكار دي چې د خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په سُنَّتو باندې د عمل کولو په نِيَّت مونږه هم د خپلو خپلوانو، مسلمانانو ورونړو، ګاونډيانو او دوستانو غمخواري اوكړو او ثواب اوګټو. الله پاك دِ مونږ ټولو ته د عمل


 

 



[1]...بُخاری، کتاب: الجنائز، باب: الصلاۃ علی القبر، صفحہ:375، حدیث:1337۔

[2]...ابو داؤد، کتاب: الصلاۃ، صفحہ:252، حدیث:1555۔