Asmay Madina Munawara

Book Name:Asmay Madina Munawara

شو. روايت دے چې د هجرت په شپه خوږ نبـي  صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په مكه مكرمه كښې ”مقامِ حَزوَه“ ته تشريف راوړلو او کعبے شريفې ته ئې مخ كړو او مکّے مُکَرَّمے ته مخاطب شو اوئې فرمائيل: اے مكے! قَسَم په خدائے! بيشكه ته د الله پاك په زمكو كښې زما په نِزد د ټولو نه غوره ئې، قَسَم په خدائے! كه زه په هجرت كولو مجبوره شوے نه وے نو ما هجرت نه كولو. ([1])

    امام حاكم نيشاپوري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه نه روايت دے چې كله خوږ نبـي  صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د هجرت كولو اراده اوفرمائيله نو د الله پاک په بارګاه كښې ئې دُعا اوكړه: اَللّٰہُمَّ اِنَّکَ اِنْ اَخْرَجْتَنِیْ مِنْ اَحَبِّ الْبِلَادِ اِلَیَّ فَاَسْکِنِّیْ فِی اَحَبِّ الْبِلَادِ اِلَیْکَ يعنې يا اِلٰهي! تا ما ته زما د محبوب ترين ښار نه د هجرت كولو حكم اوكړو، اوس زما قيام په داسې ځائے کښې اوكړې كوم چې ستا په نِزد محبوب ترين وي. ([2])

     اے عاشقانِ رسول! شيخ عبدُ الحق مُحَدِّث دهلوي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه دا حديثِ پاك په جَذبُ القلوب كښې  نقل كړے دے،او فرمائي: اِذِا الْحَبِیْبُ لَا یَخْتَارُ لِحَبِیْبِہٖ اِلَّا مَا ہُو اَحَبُّ وَ اَکْرَمُ عِنْدَہٗ  يعنې يو محبت كوونكے د خپل محبوب  د پاره هغه څه خوښوي كوم چې د هغه په نِزد زيات خوښ او عِزَّت والا وي. ([3])

     خوږ محبوب  صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم هجرت اوكړو او دُعا ئې هم اوكړه: يا اِلٰهي اوس زما قيام هلته اوکړې كوم چې ستا په نِزد محبوب ترين دے، د دې دُعا نه پس الله پاك د خپل محبوب د پاره مدينه منوره مُنتَخب كړه ، د دې نه معلوم شوه چې مدينه منوره  د


 

 



[1]...ابن ماجہ، کتاب:المناسک، باب: فضل المکۃ، صفحہ:506، حدیث:3108۔

[2]...مستدرك، كتاب: ہجرة، جلد:3، صفحہ:535، حدیث:4320بتغیر قلیل۔

[3]...جذبُ القلوب، صفحہ:20۔