Asmay Madina Munawara

Book Name:Asmay Madina Munawara

الله په نِزد محبوب ترين مقام دے.

    بيا چې كله خوږ آقا  صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم هجرت اوكړو او مدينے مُنَوَّرے ته ئې تشريف راوړلو نو د بُخاري شريف حديث دے چې نبـي كريم  صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دُعا اوكړه: اَللّٰہُمَّ حَبِّبْ اِلَیْنَا الْمَدِیْنَۃَ کَحُبِّنَا مَکَّۃَ اَو اَشَدَّ   يا الله پاكه! مونږ ته د مدينے مُنَوَّرےمدينے مُنَوَّرے  داسې محبت را عطا كړې څنګه چې زمونږه د مکّے مُکَرَّمے سره مَحبَّت دے بلكه د هغې نه هم زيات. ([1])  

    د مُفسّرِ قرآن، مفتی احمد یار خان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د فرمان خلاصه ده: زمونږ د خوږ نبـي  صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دا ټولې دُعاګانې قبولې شوې، هر مسلمان ته د مكے په مُقابله كښې مدينه منوره زياته محبوبه ده. د مدينے مُنَوَّرےمدينے مُنَوَّرے آب و هوا صحت منده ده، د هغه ځائے خاورې ته ”خاكِ شِفا“ وائي، د هغه ځائے په رزق كښې بركت دے او امام مالِك رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د دې حديثِ پاك نه دليل اخستے دے او فرمائيلي ئې دي چې مدينه منوره د مکّے مُکَرَّمے نه افضله ده. ([2])

     اے عاشقانِ رسول! د دې نه د مدينے مُنَوَّرےمدينے مُنَوَّرے د شان و عظمت اندازه اولګوئ چې دا مبارك ښار، ښائسته او ښكلے نوراني ښار د الله پاك هم محبوب ترين ښار دے او د دې سره سره زمونږ د خوږ آقا  صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم هم محبوب او خوښ شوے ښار دے. مولانا حسن رضا خان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي:

اللہ کا محبوب بنے جو تمہیں چاہے                     اُس کا تو بیاں ہی نہیں کچھ تم جسے چاہو([3])


 

 



[1]...بُخاری، کتاب:فضائل المدینہ، صفحہ:500، حدیث:1889۔

[2]...مرآۃ المناجیح، جلد:4، صفحہ:214۔

[3]...ذوقِ نعت، صفحہ:206۔