Asmay Madina Munawara

Book Name:Asmay Madina Munawara

شريف“ كښې 13 بابونه ذِكر كړي دي او په هغې كښې ئې د فضائلِ مدينه احاديث بيان كړي دي، * امام ابو داوٗد په سُنَن ابو داوٗد كښې په دوو بابونو كښې ذِكرِ مدينه كړے دے، * دغه شان په سُنَن اِبنِ ماجه، صحيح اِبنِ حبان وغيره د حديثوثونو كتابونو كښې باقاعده په اِهتمام سره ”ذِكرِ مدينه“ موجود دے.

 او دومره ډير په اهتمام سره به ”ذِكرِ مدينه“ولې نه کيږي چې اَلْـحَـمْـدُ لِلّٰـہ! * مدينه منوره  د عاشقانو ځان دے، * مدينه منوره د عاشقانو پيژندګلو ده، * مدينه منوره هغه استوګنه ده چرته چې شپه او ورځ د الله رحمت وريږي، * مدينه منوره دارُ الهجرت هم دے، * مدينه منوره د مينې كور دے، * مدينه منوره د عشق و محبت مركز هم دے، * مدينه منوره د امن كور هم دے، * مدينه منوره د ايمان كور دے، * مدينه منوره هغه مبارك ښار دے چې د دې خاوره خاكِ شِفا ده. * په مدينه منوره كښې مسجِدِ نَبَوي دے، * مدينه منوره كښې رَوضَةُ الجَنَّة (يعنې د جنت ټكړه) ده. آو جي! زمونږ د خوږ نبـي  صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د روضے مبارکې  او د مِنبَرِ مُنَوَّر د مينځنه چې کوم ځائے دے، په حديثِ پاك كښې دې ته رَوضَةٌ مِّنْ رِياضِ الجَنَّة (يعنې د جنت د باغونو نه يو باغ) وئيلے شوے دے. ([1])

اعلٰى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه څه ښكلي نقشه راښكلي ده:

اِس طرف رَوضہ کا نور اُس سَمْت منبر کی بہار                 بیچ میں جنت کی پیاری پیاری کیاری واہ واہ([2])


 

 



[1]...ترمذی، کتاب:المناقب عن رسول اللہ، صفحہ:878، حدیث:3918۔

[2]...حدائق بخشش، صفحہ:135۔