Asmay Madina Munawara

Book Name:Asmay Madina Munawara

   يعنې يو طرف د سركارِ عالي وَقار ښكلي ښكلي، خوږه خوږه، نور وَرَوونكي روضه مباركه ده، او بل طرف ته د خوږ آقا  صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم مِنبَر شريف او د دې دواړو په مينځ كښې د جنت ټكړه ده واه! څه ښكلے منظر دے.

* مدينه منوره  كښې بابِ جبريل دے كوم چې د خوږ آقا  صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د قدمونو مباركو طرف ته واقع دے، * مدينه منوره كښې جنتُ البقيع دے، چې په هغې كښې زيات و کم لس زره صحابه كرام دفن دي، * او د ټولو نه لویه خبره دا ده چې په مدينه منوره كښې خوږ نبـي  صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم  پخپله جلوه فرما دے.  اعلٰى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ليكي:

چمنِ طیبہ ہے وہ باغ کہ مُرغِ سِدْرہ                      برسوں چہکے ہیں جہاں بلبل شیدا ہو کر([1])

   يعنې مدينه پاك هغه چمن دے چرته چې حضرت جبريل عَلَيْهِ السَّلام په کلونو کلونو داسې حاضریدلو څنګه چې بلبل په عشق کښې د ګل خوا ته ځي او چغیږي

    منقول دي چې: حضرت جبريل عَلَيْهِ السَّلام په 23 كالو كښې 24 زره ځله د خوږ نبـي  صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په خدمت كښې حاضر شوے دے، په دې كښې لس كاله د مدينے مُنَوَّرےمدينے مُنَوَّرے د حاضرئ دي.

     يعنې كه اوسط ئې را اوباسئ نو تقريباً په ورځ کښې درې ځله حضرت جبريل عَلَيْهِ السَّلام حاضر شوے دے، نو په 23 كاله كښې 24 زره حاضرئ جوړيږي خو بعضې وخت حضرت جبريل عَلَيْهِ السَّلام د درې ځله نه كم هم حاضر شوے دے، كله به ناغه هُم كيدله او كله د درې ځله نه زيات هم حاضر شوے دے.  

بےلقائے یار اُن کو چین آجاتا اگر                      بار بار آتے نہ یُوں جبریل سِدْرَہ چھوڑ کر([2])


 

 



[1]...حدائق بخشش، صفحہ:70۔

[2]...ذوقِ نعت، صفحہ:133۔