Asmay Madina Munawara

Book Name:Asmay Madina Munawara

    يعنې د سَيِّد عالَم  صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سره د ملاقات كولو نه بغير كه حضرت جبريل عَلَيْهِ السَّلام ته سكون مِلاويدے نو هغوئي به بيا بيا د سدره نه د خوږ نبـي  صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په دربار كښې نه حاضريدلے.

     اے عاشقانِ رسول! مدينه منوره خو هغه مُقَدَّس، مبارَك او عظمتونو والا ښار دے چې هلته اوس هم سحر ماښام فرښتے حاضريږي، اعلٰى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي:

سَتَّر ہزار صبح ہیں، سَتَّر ہزار شام                                    یُوں بندگئ زُلْف و رُخ آٹھوں پہر کی ہے

جو ایک بار آئے دوبارہ نہ آئیں گے                             رُخصت ہی بارگاہ سے بس اس قدر کی ہے([1])

    [يعني] هره ورځ اويا زره فرښتے سحر او اويا زره فرښتے ماښام په بارګاهِ رسالت  صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم كښې حاضريږي، دُرُود و سلام لولي او د خوږ نبـي  صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم تعريف و ثناء بيانوي، بيا چې كومه فرښته يو ځل حاضره شوه د قيامته پورې به ورته بيا حاضري نه نصيب كيږي، ځکه چې بس د الله پاك د بارګاه نه ورته يو ځل اجازت دے، كه داسې نه وے نو په كروړاؤ فرښتے به د حاضرئ نه محرومه پاتې شوي وے.

       سُبْحٰنَ الله! اے عاشقانِ رسول! دا دے زمونږه د مدينے مُنَوَّرے شان....!! چې هلته فرښتے حاضريږي، هلته به د فرښتو سردار حضرت جبريل عَلَيْهِ  السَّلام بيا بيا حاضريدلو، نو مونږه د خوږ آقا  صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم غلامان او د هغوئي  صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د در حاجت مند به ولې د حاضرئ شوق نه لرو؟ مونږ به ولې ذِكرِ مدينه نه كوو؟ اَلْـحَـمْـدُ لِلّٰـہ! مونږہ به ذِكرِ مدينه كولو، كوو ئې او اِنْ شآءَ اللهُ الْكَرِيْم!ذِکرِ مدينه به جاري ساتُو.

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                                   صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد


 

 



[1]...حدائق بخشش، صفحہ:220۔