Molana Naqi Ali Khan ki 3 Karamat

Book Name:Molana Naqi Ali Khan ki 3 Karamat

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                          صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

د عاشِقِ رسول سَفَرِ مدينه (حكايت)

     د 1295 هجرئ خبره ده، د شَوَّال مياشت وه، د اعلٰى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه والِدِ محترم مولانا نقـي علي خان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه سخت بيمار شو، ظاهري بدن ئې كمزورے شوے وو، په دې حالت كښې يوه ورځ هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه آرام كولو، ظاهري سترګې ئې پټې وے خو قِسمَت ئې بيداره وو، او د زړه سترګې ئې غړيدلې وے، خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پرې كرم اوفرمائيلو او د خپل رښتيني عاشق په خوب كښې ئې تشريف راوړلو، سركارِ مدينه صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم خپل رښتيني عاشق ته حكم اوفرمائيلو چې مدينے ته راشه....!! بس بيا څه وو، د مولانا نقـي علي خان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه سترګې چې اوغړويدلې نو اګرچې طبيعت ئې ناسازه وو، بدن ئې ډير كمزورے وو خو مدَني آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم حكم فرمائيلے وو، مولانا نقـي علي خان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فوراً د حج او د مدينے مُنَوَّرے د حاضرئ پخه اراده اوكړه، د هغوئي دوستانو او د كور كسانو وغيره ورته ډير عرض اوكړو چې جناب! طبيعت مو ټيك نه دے، تلل راتلل درته ګران دي، كه را روان كال لاړ شئ نو هُم د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په حكم به عمل اوشي خو د مولانا نقـي علي خان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د عشق كمال اوګورئ! اوس خو په هوائي جاز كښې سفر كيږي، د هند نه په يو څو ګنټو كښې جاز مدينے مُنَوَّرے ته رسي، په هغه وخت كښې به په سمندري جاز كښې د سمندر په لاره سفر كيدلو، مدينے مُنَوَّرے ته رسيدلو كښې به ډيرې ورځې لګيدلې [او د سمندري طوفان خطره به هم وه]، د دې ټولو حالاتو باوُجُود مولانا