Molana Naqi Ali Khan ki 3 Karamat

Book Name:Molana Naqi Ali Khan ki 3 Karamat

ځان پرواه ئې اونكړه بلكه اوئې فرمائيل: چې يو ځل د مدينے طيّبے په اراده د دروازے نه بهَر قدم كيږدم نو بيا خير دے که زما رُوح په هُم هغه ساعت اوځي. يعنې د خپل خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په حكم باندې عمل كولو د پاره چې څه زما په اختيار کښې دي هغه به ضرور كووم، بيا د الله پاك رحمت او د خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم كرم بيشميره دے، که الله پاك او د هغه حبيب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوغواړي نو مدينے ته به اورسم، ګنې زما له طرفه خو به په حكم عمل شوے وي.

آنے دو یا ڈبو دو، اب تو تمہاری جانِب              کشتی تمہیں پہ چھوڑی، لنگر اُٹھا دئیے ہیں([1])

     سُبْحٰنَ الله! خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! دا حقيقي عِشقِ رسول دے...! اوس خو صرف د عشقِ رسول اوچتې دعوے پاتې دي، مولانا نَقِـي علي خان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ته چې په خوب كښې حكم اوشو نو فوراً تيار شولو خو زمونږه حال دا دے چې هٰغه احكام كوم چې د الله پاک محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په خپل ظاهري ژوند كښې زمونږه غلامانو د پاره ارشاد فرمائىلي دي مونږه په هغې باندې هم عمل کولو کښې ناکام يُو، * د يو څو قدمه په فاصله باندې جمات وي، قالين پکښې خور وي، پكي او بعضو جماتونو كښې خو اے. سي هم لګيدلے وي، ټول سهوليات موجود وي. صحت مند هم يُو، لاس او ښپې مو هم سلامت دي او د دې باوُجود د جَمعې د لمَانځه پابندي نه كوو، * افسوس! ډير مسلمانان داسې دي چې د هغوئي نه لمُونځونه هم قضا كيږي، * مونږ ته د خپلو خپلوانو سره د نيك سلوك كولو حكم راكړے شوے دے خو يو شمير دے چې په معمولي خبره باندې خپلولي ماته کړي، * صاحِبِ نِصاب ته د شرطونو پورا


 

 



[1]...حدائقِ بخشش، صفحہ:102۔