Molana Naqi Ali Khan ki 3 Karamat

Book Name:Molana Naqi Ali Khan ki 3 Karamat

كيدلو په صورت كښې د زكوٰة ادا كولو حكم دے خو يو شمير خلق داسې دي چې مَعَاذَ الله زكوٰة پورا نه ادا كوي، مونږ ته د رَمَضانُ الْمُبَارَك د روژو نيولو حكم دے خو څومره خلق دي چې په معمولي وجه روژه نه نيسي. * مونږه د غِيبَت، چُغلئ، دروغو، وعده خلافئ وغيره نه منع كړے شوي يُو خو نن مُعاشره په دې كښې اخته ده،* ډير ناپوهه خلق داسې دي چې هغوئي دا ګنړي چې اوس د رښتياؤ زمانه نه ده، اوس خو صرف په دروغو وئيلو ژوند تيريدے شي، اَلْاَمَان وَالْحَفِيْظ!

     * مونږه د مسلمانانو زړونو ته تكليف وركولو نه منع كړے شوي يو، خو افسوس! زمونږ په مُعاشره كښې فساد، ردې بدې، جنګ جګړې، يو بل وژل عام دي، * مونږ ته د حُسنِ اخلاق حكم دے خو مونږه په بد اخلاقئ کښې اخته يو، مونږ ته د ايماندارئ حكم راكړے شوے دے خو په معاشره كښې دو نمبري [يعنې بے ايماني، ټګي او دوكه] عامه ده، غرض دا چې زمونږ خوږ آقا مكي مدَني مصطفٰى صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په خپل ظاهري ژوند كښې مونږ ته كوم ارشادات فرمائيلي دي، مونږه په هٰغه احكامو پورا پورا عمل نه كوو، د دې باوُجود دعوٰى دا لرو چې مونږه ډير لوئ عاشِقانِ رسول يُو.

      اے عاشقانِ رسول! حقىقي عاشِقِ رسول خو مولانا نَقِـي علي خان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه وو چې هغوئي ته په خوب كښې حكم اوشو نو بغير د څه  تاویل نه ئې په هغې عمل اوكړو، دا ئې اونه وئيل چې طبيعت مې خراب دے، د ګرځيدلو همَّت نه لرم، تللے نه شم، ځه خير دے راروان كال له به په حكم عمل اوكړم... نه، نه، بلكه اوئې فرمائيل چې بس د خوږ نبـي صَلَّى اللهُ  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په حكم د عمل كولو په نِيَّت قدم بهَر كيږدم نو بيا مې که روح اوځي نو هيڅ پرواه نه ده.