Molana Naqi Ali Khan ki 3 Karamat

Book Name:Molana Naqi Ali Khan ki 3 Karamat

     الله پاك دِ مونږ ته هم د مولانا نَقِـي علي خان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په بركت د حقيقي عاشِقِ رسول جوړيدلو سعادت را نصيب كړي. اٰمِين بِجَاهِ النَّبِىِّ الْاَمِين  صَلَّى اللهُ  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم

    خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! دلته دا خبره هم ياده ساتئ چې د خوږ نبـي صَلَّى اللهُ  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په خوب كښې تشريف راوړل په حقيقت كښې تشريف راوړل دي ځکه چې شيطان د خوږ نبـي صَلَّى اللهُ  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په مِثَل نه شي جوړيدے. په حديثِ پاك كښې دي: مَنْ رَاٰنِیْ فِی الْمَنَامِ فَقَدْ رَاٰنِیْ فَاِنَّ الشَّیْطَانَ لَایَتَمَثَّلُ بِیْ چا چې زه په خوب كښې اوليدم، هغه هم زه اوليدم ځکه چې شيطان زما په مِثَل نه شي جوړيدے.  

     دا هم ياد لرئ چې خوږ نبـي صَلَّى اللهُ  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په خوب كښې څه ارشاد اوفرمائي هغه بالكل حق، حق او حق دي، البته د خوب په حالت كښې زمونږ حَوَّاس كمزوري وي، په دې وجه په يقين سره نه شو وئيلےچې حُضُور صَلَّى اللهُ  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په خوب کښې څه اُوفرمائيل هغه خوب ليدونكي ټكي په ټكي صحيح اوريدلي وي، يقيناً په خوب کښې د اوريدلو او په هغې پوهيدلو كښې د خطا اِمكان موجود دے، لِهٰذا په خوب كښې وركړي شوي حكم باندې عمل كولو نه مخكښې د شريعت حكم ته کتل ضروري دي، كه د خوب خبره د شريعت مُخالِف نه وي نو بيشكه په هغې عمل كولے شي خو بيا هم په خوب كښې ميلاويدونكي حكم باندې عمل كول شرعاً واجِب نه دي.

    يو كس په خوب كښې اوليدل چې حُضُورِ اقدس صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم (مَعَاذَ الله) هغه ته د شرابو څښلو حكم كوي، دا مُعامَله د اِمام جَعفَر صَادِق په خدمت كښې پيش شوه، هغوئي اوفرمائيل: رَسُولُ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته د شراب څښلو نه منع كړے ئې، ته په اوريدلو كښې تيروتے ئې. ([1])


 

 



[1]...فتاوی رضویہ، جلد:5، صفحہ:100ماخوذاً۔