Molana Naqi Ali Khan ki 3 Karamat

Book Name:Molana Naqi Ali Khan ki 3 Karamat

مِرے تم خواب میں آؤ مرے گھر روشنی ہو گی                                    مِری قسمت جگا جاؤ عِنایَت یہ بڑی ہو گی([1])

 د اته آيتونو تفسير

      اے عاشقانِ رسول! راځئ چې د اعلٰى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د والِدِ محترم حضرت عَلَّامه، مولانا نَقِـي علي خان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د عِشقِ رسول يو بل جهلك اوګورو!

    په قرآنِ كريم كښې د اتؤ آيتونو يو سورت ” اَلَمْ نَشْرَح “ دے، په دې سورت كښې د نبـي كريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم مبارَك سِيرَت او د هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د شان و عظَمَت بيان دے. ډير مشهور آيت دے:

وَ رَفَعْنَا لَكَ ذِكْرَكَؕ(۴)  (پارہ30،سورۃالم نشرح:4)                            

مفهوم ترجمہ کنزُ العِرفان: او مونږه ستا د پاره ستا ذِكر اوچت كړو.

     دا آيتِ كريمه هم د سورۀ  ” اَلَمْ نَشْرَح “ دے. حضرت عَلَّامه، مولانا نَقِـي علي خان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د دې سورۀ مبارَكه تفسير ليكلے دے او مـا شَــآءَالـلّٰـه شان و كمال ئې اوګورئ چې د قرآنِ كريم د 8 مختصرو آيتونو دا تفسير د غټ سائز په 445 صفحو باندې مشتمل دے او كه دا د موجوده دور د تقاضو مطابق چاپ كړے شي نو كيدے شي چې د دې صفحے 1000 ته اورسي. د حضرت عَلَّامه، مولانا نَقِـي علي خان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه  د دې مبارك تفسير عربي نوم اَلْکَلَامُ الْاَوْضَحْ فِی تَفْسِیْرِ اَلَمْ نَشْرَحْ دے او اردو نوم ئې ”انوارِ جمال مصطفےٰ “ دے.


 

 



[1]...وسائل بخشش، صفحہ:391۔