Molana Naqi Ali Khan ki 3 Karamat

Book Name:Molana Naqi Ali Khan ki 3 Karamat

    دا بے مثاله تفسير چې اولولئ نو د مولانا نَقِـي علي خان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د علمي شان و عظمت معلوميدو سره سره د هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د عشقِ رسول جهلك هم واضحه ښكاري، په سورۀ ” اَلَمْ نَشْرَح “ كښې د شانِ رسالَت بيان دے، بيا مولانا نَقِـي علي خان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه چې د دې سورت په كوم كمال ادب سره او د عشق و محبت نه ډك انداز كښې تفسير بيان كړے دے،  څنګه په کمال انداز کښې ئې چې د خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوصاف او كمالات بيان کړي دي، د هغې مثال ميلاويدل مشکل دي.

    عام طور څوك چې كتاب ليكي، هغه د كتاب په شروع كښې د الله پاك حَمْد او د خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په بارګاه كښې دُرُودِ پاك عرض كوي، مولانا نَقِـي علي خان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه  هم د دې نه د خپل كتاب شروع كړي ده خو قربان شم! چې د تفسير په صفحه: 13 کښې د سركارِ مدينه صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ذِكرِ پاك راغلو، نو بيا څه وو....! د يو رښتيني عاشِقِ رسول مولانا نَقِـي علي خان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه قلم په وجد كښې راغلو، په زړه كښې ئې يادِ مصطفٰى صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دے، دِماغو كښې ئې خىالِ مصطفٰى صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دے، سر ئې د ادب نه ښكته شو، داسې معلوميده چې د سركارِ مدينه صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم جلوه مبارَكه په سترګو وِيني او مولانا نَقِـي علي خان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د خوږ محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په تَصَوُّر كښې ډوب دے، د خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم القابات ليكل ئې شروع کړل، قلم مسلسل ليكل كول، ليكل كول ليكل كول او الفاظ ترتيب کيدل، د عِلم سمُندر چپے وهي او د محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم تعريف و ستائنه مسلسل روانه ده، تر دې چې مولانا نَقِـي علي خان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم 358 القابات اوليكل، بيا ئې اوفرمائيل:  

محمد شاہِدِ دِیں، جانِ اِیْمَاں                                                                                                                 محمد رَحْمَتِ حق، لُطْفِ یَزْداں

يعنې مُحَمَّد د دِين ګواه، د اِيمان ځان، د الله پاك لُطف او د هغه رحمت دے.