Molana Naqi Ali Khan ki 3 Karamat

Book Name:Molana Naqi Ali Khan ki 3 Karamat

(1) قحط ختم شو (حكايت)

    يو ځل په بريلي شريف كښې قحط راغلو، بارانونه نه كيدل، فصلونه تباه شو، د څاروو د پاره ګيا نه ميلاويدله، ګراني زياته شوه، خلق پريشانه شو، مولانا نَقِـي علي خان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه مرجعِ خلائق وو [يعني خلقو به په خپلو پريشانو کښې هغوئي ته رجوع کوله]، يوه ورځ په بريلي شريف كښې خلق په ګنړ شمير كښې د هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په خدمت كښې حاضر شو او عرض ئې اوكړو چې تاسو دُعا اوكړئ چې الله پاك باران اوکړي او د قحط د تباهئ نه خلاص شو، مولانا نَقِـي علي خان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د اُمَّت د غمخوارئ په وجه فوراً اوفرمائيل: ټول زما سره لاړ شئ.

    د دې حكم په اوريدلو ټول خلق هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه سره روان شو، مولانا نَقِـي علي خان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه به سړك ته پياده ډير كم وتلو، نن چې كله هغوئى رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پياده په سړك روان وو نو د ښار خلقو په حيرانتيا سره هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ته كتل، د خلقو ګنړ شمير هم ورسره دے، په لاره كښې به خلقو تپوس كولو: څه مُعامَله ده؟ جواب به ميلاو شو: حضرت مولانا نَقِـي علي خان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د باران دُعا له روان دے. چې خلقو به دا واوريدل نو خپل كارونه به ئې پريښودل او هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه سره به روان شو، په كوم ځائے به چې تيريدلو، خلق به ورسره يو ځائے كيدل، په يو مقام کښې چې يو غيرمُسلمَه هغوئى رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د خلقو د ګنړې سره اوليدلو نو مَعَاذَ الله! په ټوقه كښې ئې اووئيل: مولانا! تر څو پورې چې باران نه وي شوے، بيرته مه راځئ. مولانا نَقِـي علي خان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د هغه د دې ګستاخانه جملے هيڅ جواب ورنكړو او مخكښې تير شو، آخر هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه عيدګاه ته اورسيدل، دغسې نورو خلقو ته هُم چې معلومه شوه چې مولانا نَقِـي علي خان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د باران دُعا غوښتلو د پاره عيدګاه ته روان دے نو ډير خلق د مخكښې نه عيدګاه ته رارسيدلي وو. په ګنړشمير كښې خلق راجمع شو، مولانا