Molana Naqi Ali Khan ki 3 Karamat

Book Name:Molana Naqi Ali Khan ki 3 Karamat

(3) يوولس درجو ته مو را اورسولو (حكايت)

    اعلٰى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه يوه روځ خوب اوليدلو چې د هغوئي والِدِ مُحتَرَم مولانا نَقِـي علي خان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه تشريف راوړو، يوه ښكلې او اوچته سورلئ هم ورسره ده، مولانا نَقِـي علي خان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه خپل شهزاده اعلٰى حضرت، امام احمد رضا خان اوچت كړو او په هغه سورلئ ئې سور كړو، او اوئې فرمائيل: 11 درجو ته خو مونږه اورسولې، مخكښې الله مالِك دے.

    اعلٰى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: د دې 11 درجو نه مراد د سركارِ غوثِ اعظم شيخ عَبدُالقادِر جيلاني رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د غُلامئ درجےدي. ([1])

د مُفتـي نَقِـي علي خان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه سَفَرِ آخرت

    خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! عالِمِ باعَمَل، ولـئ كرامت، عاشِقِ ماهِ رسالَت، حضرت عَلَّامه مولانا نَقِـي علي خان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د 51 كاله او 5 مياشتو په عُمر کښې په 1297 هجرئ، 30 ذُوالْقَعْدَةِ الحَرَام، کښې د پنجشنبې په ورځ، د ماسپښين په وخت د دې فاني دُنيا نه رُخصَت شو، د هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه مزار مبارك په بريلي شريف (هِند) كښې د هغوئي د والد محترم مولانا رضاعلی خان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د مزار مبارك خوا ته دے.

    په حديثِ پاك كښې دي: څوك چې د خيټې د مرض نه وفات شي، هغه شهيد دے. ([2])


 

 



[1]...مولانا نقی علی خاں بریلوی، صفحہ:55 ۔

[2]...ترمذی، کتاب:الجنائز، باب:ماجاء فی الشہداء مَنْ ھُمْ، صفحہ:277، حدیث:1063۔