Molana Naqi Ali Khan ki 3 Karamat

Book Name:Molana Naqi Ali Khan ki 3 Karamat

ئې هيڅ كله مه ليكئ، په ديوالونو باندې آيتونه او مقدس كلمات ليكلو نه ځان ساتئ ځکه چې ورور ورو د هغې د سياهئ ذرے په زمكه رالويږي.

    او چې كله مو خپلوانو كښې څوك وفات شي نو د هغه په كفن باندې په خالي ګوته د سياهئ نه بغير بِسْمِ اللّٰہ ِالرَّحْمٰنِ الرَّحِیْم ليكل پكار دي.

    مشهور مُفسّرِ قرآن، مفتی احمد یار خان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: په تفسيرِ عزيزي كښې ليك دي: يو وَلِـىُّ الله د مرګ په وخت كښې وَصِيَّت كړے وو چې زما په كفن كښې به بِسْمِ اللّٰہ ِالرَّحْمٰنِ الرَّحِیْم ليكلي كيږدئ، خلقو ترينه د دې د وجهې تپوس اوكړو نو اوئې فرمائىل: د قيامت په ورځ به دا زما سره ليكلے ثبوت وي، د دې په ذريعه به زه د الله پاك په بارګاه كښې د رحمت درخواست كووم. ([1]) دغه شان د فِقه حَنَفي مشهور كتاب ”دُرِّ مُختار“ كښې دي: يو كس د مرګ نه مخكښې وَصِيَّت اوكړو چې زما د مرګ نه پس زما په سينه او تندي باندې ” بِسْمِ اللّٰہ ِالرَّحْمٰنِ الرَّحِیْم“ اوليكئ، هم داسې اوكړے شو، بيا چا په خوب كښې اوليدلو، د حال تپوس ئې ترينه اوكړو: هغه اووئيل: چې كله زه په قبر كښې كيښودے شوم، د عذاب فرښتے راغلې، چې كله ئې زما په تندي باندې بِسْمِ اللّٰہ ِالرَّحْمٰنِ الرَّحِیْم اوليدله نو فرښتو اووئيل: ته د عذاب نه بچ شوې. ([2])

ملے گا دونوں  عالَم کا خزانہ  پڑھ لو  بِسْمِ اللہ             خدا چاہے تو ہو جنّت ٹھکانہ پڑھ لو بِسْمِ اللہ

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

    خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! د بِسْمِ اللّٰہ شريف ليكلو سره سره د لوستلو هم عادت جوړول پكار دي چې د حضرت عبدُ الله بِن مَسْعُود رَضِیَ الله عَنْه نه روايت دے،


 

 



[1]...تفسیرنعیمی، پارہ:1، جلد:1، صفحہ:54۔

[2]...ردالمحتار علی الدر المختار، کتاب:الصلاۃ، مطلب:فیمایکتب علی کفن المیت، جلد:3، صفحہ:186۔