Molana Naqi Ali Khan ki 3 Karamat

Book Name:Molana Naqi Ali Khan ki 3 Karamat

     اَلْـحَـمْـدُ لِلّٰـہ! د دورِ حاضر عظيم علمي و روحاني شخصيت، شيخِ طريقت، رهبَرِ شريعت، اَمِيرِ اَهلِسُنَّت، حضرت علامه مولانا ابوبلال محمد الياس عطار قادري رضوي دامَتْ بَرْكاتُـهـُمُ الْعاليه هره هفته د اتوار په شپه په مدني چينل باندې براهِ راست (Live) مدني مذاكره فرمائي، د ټولې دُنيا عاشقانِ رسول د ديني او دُنياوي مشكلاتو د حل د پاره د هغوئي په خدمت كښې سوالونه كوي او هغوئي د علم و حكمت نه ډك جوابونه وركوي. تاسو هم هره هفته بے ناغه په ”مدني مذاكره“ كښې شريك كيږئ. اِنْ شَــآءالـلّٰـه عَزَّوَجَلَّ پخپله به د دې ديني كار ډير بركتونه اووينئ.

ماشومان هم لمُونځ ګزاره جوړ شو

     د تحصيل تله ګنګ (ضلع چكوال، صوبه پنجاب، پاكستان) يو اسلامي ورور وينا ده چې د توبه كولو نه مخكښې هغه د معاشرے بدكرداره انسان وو. سګريټ، چرس، شراب څه به چې ميلاويدل څښل به ئې. د هغه په زړه كښې خواهش وو چې نيك لمُونځ ګزاره جوړ شم خو عمل  طرف ته راتللو کښې به ورته نفس و شيطان هر ځل ركاوټ جوړولو. يو ځل ئې په رَمَضَانُ المُبَارَك كښې هِمَّت اوكړو، روژے نيول ئې شروع كړې، هره شپه  ورته په مدني چينل باندې ”مدَني مُذاكره“ كتل هم نصيب شو، د اَمِیرِ اهلسنّت، حضرتِ علّامه مَولانا محمد الیاس عطّار قادِری دَامَـتْ بَـرَكَـاتُـهُـمُ الْـعَـالِـيَـهْ د حكمت نه ډكو خبرو د هغه په زړه باندې داسې اثر اوكړو چې د هغه په ژوند كښې مدني انقلاب راغے، هغه د ګناهونو نه رښتيني توبه اوكړه، ګيره ئې پريښوده، پينځه وخته لمُونځونه ئې په جمات كښې د جَمعې سره ادا كول شروع كړل، د هغه د لمُونځ ادا