Molana Naqi Ali Khan ki 3 Karamat

Book Name:Molana Naqi Ali Khan ki 3 Karamat

مال كړې.  اٰمِين بِجَاهِ النَّبِىِّ الْاَمِين  صَلَّى اللهُ  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم

د عُلمائے كرامو يو څو فضائل

     اے عاشقانِ رسول! حضرت عَلَّامه مولانا نَقِـي علي خان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د اوچتې مرتبے والا باعمله عالِمِ دِين وو، د هغوئي د سيرت بيان اوريدلو نه مخكښې راځئ چې د قرآن و حديث په رنړا كښې د علمائے كرامو يو څو فضائل واورو چې په زړونو كښې مو د علمائے كرامو اَهَمِّيَّت زيات شي او د علمِ دِين زده كولو شوق مو پيدا شي.

     الله پاك په قرآنِ كريم كښې ارشاد فرمائي:

شَهِدَ اللّٰهُ اَنَّهٗ لَاۤ اِلٰهَ اِلَّا هُوَۙ-وَ الْمَلٰٓىٕكَةُ وَ اُولُوا الْعِلْمِ قَآىٕمًۢا بِالْقِسْطِؕ-   (پارہ3،سورۃآلِ عمران:18)

مفهوم ترجمہ کنزُ العِرفان: او الله ګواهي وركړي ده چې د هغه نه سِوا هیڅ څوك د عبادت لائق نشته او فرښتو او عالمَانو [هم ګواهي وركړي ده] په انصاف باندې قائم اوسيدلو سره.

    حضرت عَلَّامه مولانا نَقِـي علي خان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د دې آيت لاندې فرمائي: د دې آيت نه د علم (او علماؤ) درې فضيلتونه ثابِت شو: (1) الله پاك په دې آيت كښې د خپل ځان او د فرښتو د ذِكر سره د علماؤ ذِكر اوفرمائيلو، دا داسې اوچته مرتبه ده چې د دې څه حد نشته، (2) په دې آيت كښې الله پاك فرښتے د توحيد ګواه جوړي كړې او د فرښتو په شان علماء ئې هم د توحيد ګواهان جوړ كړل او د هغوئي ګواهي ئې د خپل رښتيني خدائے كيدلو دليل جوړ كړو، (3) معلومه شوه چی رښتيني باعمله، عاشقانِ رسول علماء د الله پاك د وحدانِيَّت ګواه دي.

      په سيپارۀ 28، سورۀ مُجادَله، آيت نمبر11 كښې الله پاك د عُلماء په شان کښې ارشاد فرمائى: