Molana Naqi Ali Khan ki 3 Karamat

Book Name:Molana Naqi Ali Khan ki 3 Karamat

یَرْفَعِ اللّٰهُ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا مِنْكُمْۙ-وَ الَّذِیْنَ اُوْتُوا الْعِلْمَ دَرَجٰتٍؕ-   (پارہ28،سورۃالمجادلہ:11)     

مفهوم ترجمہ کنزُ العِرفان: الله پاك په تاسو كښې د اِيمان والؤ او چا ته چې علم وركړے شوے دے د هغوئي درجے اوچتوي.

     سُبْحٰنَ الله! معلومه شوه څنګه چې اِيمان د درجاتو د اوچتوالي سبب دے، دغه شان د علم په ذريعه هم درجات اوچتيږي.

    * د تِرمِذى شريف روايت دے، د الله پاك آخري نبـي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائي:  فَضْلُ الْعَالِمِ عَلَی الْعَابِدِ کَفَضْلِیْ عَلٰی اَدْنَاکُم يعنې د عالِم په عابِد باندې داسې فضيلت دے، څنګه چې زما فضيلت ستاسو په ادنٰى كس باندې دے. ([1]) * په يو حديثِ پاك كښې ارشاد فرمائي: په ورځ د قيامت به الله پاك علماء ته اوفرمائي: بيشكه ما خپل عِلم او حِلم تاسو ته د دې د پاره دركړے وو چې تاسو اوبخښم.([2]) * خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائي: په ورځ د قيامت به الله پاك عبادت كوونكو او جهاد كوونكو ته اوفرمائي: جَنَّت ته ځئ! عُلماء به عرض اوكړي:يا اِلٰهي! دوئي زمونږ په ښودلو عبادت كړے وو او په جهاد كښې شريك شوي وو. حكم به اوشي: اے د علماؤ ډلې! تاسو زما په نِزد د فرښتو په شان ئې، شفاعت اوكړئ ځکه چې ستاسو شفاعت به قبول کړے شي. پس علمائے كرام به شفاعت كوي، بيا به جَنَّت ته ځي. ([3]) * په يو حديثِ پاك كښې ارشاد دے: كوم كس چې نورو ته زده كولو د پاره د علم


 

 



[1]...ترمذی، کتاب:العلم، باب:ماجاء فی فضل الفقہ علی العبادۃ، صفحہ:632، حدیث:2685۔

[2]...معجم کبیر، ثعلبہ بن حَکَمْ اللیثی، جلد:2، صفحہ:354، حدیث:1364۔

[3]...احیاء العلوم، علم سکھانے کی فضیلت، جلد:1، صفحہ:60۔