Molana Naqi Ali Khan ki 3 Karamat

Book Name:Molana Naqi Ali Khan ki 3 Karamat

شروع نه د هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه طبيعت نيكئ طرف ته مائل وو، بيا د مولانا رضا علي خان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه تعليم و تربيت هغه [عِلمي او روحاني طور] نور هم روښانه كړو* په 1294هجرئ كښې مولانا نقـي علي خان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه مارهره شريف ته حاضر شو او د شاه آلِ رسول مارهروي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په لاس ئې بيعت اوكړو، شاه آلِ رسول رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه چې د مولانا نقـي علي خان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه نيكي، تقوٰى و پرهيزګاري، اعلٰى اخلاق و كردار او اوچت شان اوليدلو نو هغه وخت ئې ورته په قادري، سُهروردي، چشتـي او نقشبندي څلورو واړو سلسلو كښې اجازت و خلافت وركړو او د سَنَدِ حديث اجازت ئې هم ورعطا كړو. دغه وخت اعلٰى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه هم د خپل والدِ محترم مولانا نقـي علي خان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه سره حاضر وو، هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه هم هغه وخت د شاه آلِ رسول مارهروي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په لاس بيعت اوكړو او هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ته هم د خپل پير و مُرشِد له طرفه د دې څلورو واړو سلسلو اجازت و خلافت وركړے شو. ([1]) * عَلَّامه مولانا نَقِـي علي خان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د علمِ دِين زده كولو او نورو ته تعليم ورکولو ډير شوقين وو*خلقو ته به ئې د علمِ دين شوق وركولو * خپل ټول وخت به ئې په دِين لوستلو او نورو ته تعليم وركولو او نور ديني كارونو كښې تيرولو * د عَلَّامه مولانا نَقِـي علي خان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په خدمت كښې به عام طور صاحِبِ علم خلق موجود اوسيدل، * عَلَّامه مولانا نَقِـي علي خان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه به چې كله خبرې كولې نو داسې به ښکاريدله لکه د علم سمندر چې چپے وهي، * په خپلو خبرو كښې به ئې د قرآني آيتونو او احاديثِ پاك حوالے په كثرت سره وركولې، * حضرت عَلَّامه مولانا نَقِـي علي خان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د ډيرې پوهې


 

 



[1]...فضائلِ دُعا، صفحہ:40۔