Molana Naqi Ali Khan ki 3 Karamat

Book Name:Molana Naqi Ali Khan ki 3 Karamat

* اعلٰى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ټول ژوند په عشقِ رسول كښې تير كړے دے، * ټول ژوند ئې د مدَني آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نعتونه ليكلي دي، * خپل ټول ژوند ئې د خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په عِزَّت و ناموس باندې پهره وركولو کښې تير كړے دے، * د اعلٰى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د عشقِ رسول به څه وائے چې په پاك و هند كښې د عشقِ رسول صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّمكومه شمع روښانه ده هغه د  اعلٰى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په وجه روښانه ده خو سوال دا دے چې اعلٰى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ته د عشقِ رسول دا لوئے دولت څنګه نصيب شوے وو؟ په دې باندې چې تحقيق اوشو نو تحقيق كوونكو اووئيل: مونږه په دي نتيجه اورسيدلو چې بيشكه اعلٰى حضرت، اِمامِ اَهلِ سُنَّت، شاه احمد رضا خان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ته د عشقِ رسول دا لوئے دولت الله پاك عطا كړے دے خو چې ظاهري اسبابو ته اوګورئ نو د اعلٰى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه والِدِ او اُستاذ مولانا نقـي علي خان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ډير اوچته مرتبه لرونکے عاشِقِ رسول وو. لِهٰذا دا وئيلے شئ چې د اعلٰى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه عشقِ رسول صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم كوم چې يو جهان فيض ياب كړے دے، دا عشقِ رسول چپے وهونكے سمُندر د مولانا نقـي علي خان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د پاك زړه په ذريعه د اعلٰى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه زړه ته كوز شوے دے. ([1])

جان ہے عشق مصطفےٰ، روز فُزوں کرے خُدا         جس کو ہو دَرْد کا مزہ، نازِ دَوا اُٹھائے کیوں([2])

    وضاحت: عشقِ مصطفٰى صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم زمونږه ځان دے، الله دِ اوكړي چې دا عشق چرته كم نه شي الله د، دا نور زيات کړي ځکه چې چا ته د عشق درد خوند ورکوي، هغه د دې درد علاج نه کوي.


 

 



[1]...فیضانِ اعلیٰ حضرت، صفحہ:64بتغیر قلیل۔

[2]...حدائقِ بخشش، صفحہ:94۔