Hazrat Ibraheem Aur Namrood

Book Name:Hazrat Ibraheem Aur Namrood

     اے عاشِقانِ رسول! اَلْـحَـمْـدُ لِلّٰـہ! د الله پاك په وجود او وَحدانِيَّت باندې د دُنيا هر څيز روښانه دليل دے، كوم ناپوهه انسان چې د الله پاك د وَحدانِيَّت او د هغه د ربّ كيدو انكار كوي، د هغه صرف ژبه [په کُفر] چليږي، ګنې د هغه سترګې، غوږونه، لاس، ښپے، ټول بدن، د هغه ځان بلكه د هغه د وينا طاقت، د هغه خپل وجود د الله پاك د وحدانيت اعلان كوي، ګويا د هغه خپل ځان هغه ته دا وائى چې: اے نادانه! ته چې په كومو دماغو سوچ كوې ، هغه دماغ الله پاك پيدا كړي دي، ته چې په كومه ژبه خبرې كوې ، هغه الله پاك پيدا كړي ده، په كومو سترګو چې ته كتل كوې  دا الله پاك پيدا كړى دي، په كومو لاسونو چې ته نيول كوې ، دا الله پاك جوړ كړي دي، ته چې په كومو ښپو ګرځې، هغه ښپے هم الله پاك پيدا كړي دي، ستا په سينه كښې چی زړه حركت كوي دا هم الله پاك پيدا كړے دے، تا ته ژوند الله پاك دركړے دے، تا ته د خبرو كولو، اوريدلو، پوهه كيدلو، سوچ كولو، تلو راتلو طاقت هم الله دركړے دے، که ته هر څومره زور اولګوے، ترقي اوكړې، نِزدې ده چې هغه به تا ته مرګ راولي او ته به ختم شې، اے ناپوهه انسانه! په خپل ځان كښې دننه غور اوكړه! ستا كيدل نه كيدل، ټول هر څه د الله پاك په وُجُود باندې، د هغه په وحدانيت باندې واضحه او صفا دليل دے، الله پاك فرمائي:

وَ فِیْۤ اَنْفُسِكُمْؕ-اَفَلَا تُبْصِرُوْنَ(۲۱)  (پارہ26،سورۃالذّٰریٰت:21)          

مفهوم ترجمہ کنزُ العِرفان: او پخپله ستاسو په ذاتونو كښې [غور اوکړئ]، نو آيا تاسو ګورئ نه؟

     يعنې اے كافرو...! ستاسو د پيدا كيدو په مرحلو كښې، ستاسو د اندامونو په جوړيدو كښې، ستاسو د اندامونو په ترتيب كښې، ستاسو د بدن په دننه نِظام كښې، ستاسو د پيدائش نه پس ترتيب وار ستاسو حالتونو بدليدو كښې، ستاسو په شكلونو، صورتونو او