Hazrat Ibraheem Aur Namrood

Book Name:Hazrat Ibraheem Aur Namrood

قُلْ اَرَءَیْتُمْ اِنْ اَصْبَحَ مَآؤُكُمْ غَوْرًا فَمَنْ یَّاْتِیْكُمْ بِمَآءٍ مَّعِیْنٍ۠(۳۰)   (پارہ29،سورۃالملک:30)

مفهوم ترجمہ کنزُ العِرفان: تاسو اوفرمائے: تاسو اوګورئ خو! كه سحر ستاسو اوبه په زمكه كښې ننوځي نو هغه څوك دے چې ستاسو د سترګو په وړاندې روانې اوبه راوړي؟

دا آيت ئې چې واوريدلو نو هغه فلسفي په تكبر او غُرور سره اووئيل: دا څه مشكله خبره ده، كه الله پاك په زمكه كښې اوبه ننباسي نو مونږ به د سائنسي آلاتو په ذريعه اوبه بيا را اوباسو. هغه كافِر او مُنكِر فلسفي دا خبره اوكړه او روان شو، د شپې چې كله اوده شو نو خوب ئې اوليدلو چې يو طاقتور كس راغے، هغه دې فلسفي ته په مخ تيزه څپيړه وركړه، هغې سره د هغه دواړه سترګې بهر را اووتلې او ورسره ئې په سترګو کښې چې د نور يو يو څاڅكے اوبه وې هغه هُم په زمكه اولويدې او اوچې شوې.

څپيړه وهونكي هغه [فلسفي] كس ته په خوب خوب كښې اووئيل چې: اے بدنصيبه! كه ته واقعي د كودالې، كشَئ او نورو سائنسي آلاتو په ذريعه د الله د مدد نه بغير اوبه د زمكې نه راويستلے شې نو د خپلو سترګو نه وتونكي  دا دوه څاڅكي د زمكې نه را اوباسه....؟

سحر له چې فلسفي راپاڅيدلو نو سترګې ئې راوتلي وې، څه ئې نه ليدل، د غُرور او تكبر ټوله نشه ئې ختمه شوي وه او الله الله ئې وئيل.

 کسی کو تاجِ وقار بخشے، کسی کو ذِلَّت کے غار بخشے

جو سب کے ماتھے پہ مہرِ قُدْرت لگا رہا ہے، وہی خُدا ہے

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                            صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد