Hazrat Ibraheem Aur Namrood

Book Name:Hazrat Ibraheem Aur Namrood

مونږه د الله په ربّ كيدو باندې راضي يو

     خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! د حضرت اِبراهيم عَلَيْهِ السَّلام د نمرود سره چې كومه مُناظَره اوشوه، په هغه مُناظَره كښې زمونږ د پاره د عبرت و نصيحت ډير مدني ګلونه دي، يو اهم ايمان افروز مدني ګل كوم چې بعضې مُفَسِّرينو بيان كړے دے، هغه دا دے چې كله د حضرت اِبراهيم عَلَيْهِ السَّلام د نمرود سره دا مُناظَره اوشوه، د هغه و خت د حالت منظر لږ په تَصَوُّر كښې راولئ! د حضرت اِبراهيم عَلَيْهِ السَّلام په مُقابَله كښې چې كوم كس دے هغه د ټولې دُنيا بادشاه دے، ډير ظالِم او سركشه انسان دے او پخپله د خدائي دعوٰى هم كوي، وزيران او مُشيران هم د هغه دي، سپاهيان او عوام هم د هغه ستائنه كوي، دلته حضرت اِبراهيم عَلَيْهِ السَّلام بالكل يواځې دے، نه ورسره فوج شته، نه سپاهيان، نه ورسره ظاهري بادشاهي شته او نه ئې په ظاهره څوك مدد ګار شته.

په دې حال كښې نمرود د حضرت اِبراهيم عَلَيْهِ السَّلام نه تپوس اوكړو: اے ابراهيمه! اووايه، ستا ربّ څوك دے؟

     سُبْحٰنَ الله! د حضرت اِبراهيم عَلَيْهِ السَّلام ايماني قُوَّت اوګورئ، د حضرت اِبراهيم عَلَيْهِ السَّلام بے مثاله بهادري اوګورئ، د حضرت اِبراهيم عَلَيْهِ السَّلام په الله پاك باندې كامله بروسه اوګورئ، حضرت اِبراهيم عَلَيْهِ السَّلام نه اُويَريدلو او نه په رُعب كښې راغلو، په پورا اعتماد او پورا يقين سره او په فخريه انداز كښې ئې د خپل ربّ په وُجود باندې، د خپل ربّ په وحدانيت باندې دليل بيان كړو او د دليل الفاظ دا وو: رَبِّـیَ الَّذِیْ زما ربّ هغه دے، دلته حضرت اِبراهيم عَلَيْهِ السَّلام داسې هم وئيلے شو: اے نمروده! ستا ربّ هغه دے يا زمونږ د ټولو ربّ يا كه د ټولو جهانونو د ربّ دليل ئې وركړے وے نو دا نوره هم واضحه كيدله خو بعضې مُفَسِّرين ليكي: حضرت اِبراهيم عَلَيْهِ السَّلام دلته ” رَبِّـیَ الَّذِیْ زما ربّ هغه دے“ اووئيل، په دې كښې هغوئي عَلَيْهِ السَّلام د فخر اظهار كړے دے، ګويا