Hazrat Ibraheem Aur Namrood

Book Name:Hazrat Ibraheem Aur Namrood

هغوئي عَلَيْهِ السَّلام نمرود ته دا ښائي چې اے نمروده! ته هغه ئې چې خلق مجبوروے، سزاګانې وركوے، د خلقو په حقونو قبضے كوے، غَله او دانے د خلقو نه حصاروے او په زوره پرې ځان ته خدائے وائے، خو حقيقي خُدائے هغه دے چې زه مجبوراً هغه خدائے نه منم بلكه زه په دې فخر كووم چې زه د هغه خُدائے بنده يم، هغه د قُدرتونو والا خُدائے باندې يقين ساتم، كوم چې ژوند هم وركوي، مرګ هم راولي، لمَر د مشرق نه راخيژوي او په مغرب كښې پرې باسي، هغه رښتينے ربّ دے او هم هغه حقيقي معبود دے.

     اے عاشِقانِ رسول! د نمرود په مخكښې د حضرت اِبراهيم عَلَيْهِ السَّلام دا مبارك انداز دا ښکلي ښکلي الفاظ ايمان ته تازګي وركوي، مونږه د حضرت اِبراهيم عَلَيْهِ السَّلام په مِثل نه شو كيدے، مونږ ته د حضرت اِبراهيم عَلَيْهِ السَّلام همره د اِيمان نُور خو نه شي نصيب كيدے ځکه چې حضرت اِبراهيم عَلَيْهِ السَّلام خو د الله پاک نبـي دے، د الله پاك خليل دے، البته د حضرت اِبراهيم عَلَيْهِ السَّلام په تابعدارئ كښې د حضرت اِبراهيم عَلَيْهِ السَّلام د بارګاه نه فيض حاصلولے شو، اَلْـحَـمْـدُ لِلّٰـہ! مونږه هم په دې خبره باندې فخر كوو چې مونږه په يو اَلله وَحْدَهُ لَاشَرِيْك باندې ايمان لرو، مونږه فخر كوو چې زمونږه ربّ هغه دے كوم چې ژوند هم وركوي، مرګ هم راولي، زمونږه ربّ هغه دے كوم چې د ټول جهان پالونكے دے، مونږه فخر كوو چې زمونږه ربّ هغه دے چا چې زمكه جوړه كړي ده، چا چې آسمان جوړ كړے دے، چا چې لمَر، سپوږمئ او ستوري جوړ كړي دي، مونږه فخر كوو چې زمونږه ربّ هغه دے كوم چې ګلونه، ميوے رازرغونوي، باران را وَرَوي، د باران يو څاڅكے په سِيپ [يعنې كونجكه] كښې اوساتي او د هغې نه ملغلره جوړه کړي، زمونږ ربّ هغه دے څوک چې نه اُوده کيږي او نه خوب ورځي، زمونږ د ربّ د شان و عظمت نظارے هر طرف ته خورے دي، ذره ذره د هغه د قُدرت اظهار