Hazrat Ibraheem Aur Namrood

Book Name:Hazrat Ibraheem Aur Namrood

كوي، زمونږه ربّ هميشه قائم دے، هميشه به قائم وي، هيڅ كله ورله فنا نشته، زمونږه د ربّ د شان او عظمت څه حد نشته، مونږه هغه رښتينے او حقيقي او واحِد لاشريک خدائے منو، چا چې حضرت آدم عَلَيْهِ السَّلام په خپل دستِ قُدرت سره جوړ كړو، چا چې د حضرت نُوح عَلَيْهِ السَّلام په طُوفان كښې حِفاظت اوفرمائيلو، چا چې د حضرت اِبراهيم عَلَيْهِ السَّلام د پاره اور ګلِ ګلزار كړو، هغه ربّ دے چا چې د حضرت موسٰى عَلَيْهِ السَّلام د پاره په درياب كښې لارې جوړې كړې، چا چې حضرت عيسٰى عَلَيْهِ السَّلام بغير دپلاره پيدا كړو. مونږه فخر كوو چې مونږه په هغه اَلله وَحْدَهُ لَاشَرِيْك باندې ايمان لرو چا چې د ټولو جهانونو آقا و مولٰى، سردارِ انبياء، خَاتَمُ النَّبِيِّيْن، محمد مُصطَفٰى صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم رَحْمَۃُ لِّلْعَالَمِیْن جوړ کړے راليږلے دے.

     اے عاشِقانِ رسول! مونږه خو په دې خبره باندې ډير زيات فخر كوو چې الله پاك مونږه د خپل محبوب صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اُمَّتيان جوړ كړي يو، مونږه فخر كوو چې مونږه د هغه آقا صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم غلامان يُو كوم چې رَحْمَۃُ لِّلْعَالَمِیْن دے، مونږه د هغه آقا صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم غلامان يو كوم چې د ټولو انبياؤ سردار دے، مونږه د هغه آقا، محبوبِ انبياء صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم غلامان او اُمَّتيان يو كوم چې الله پاك عرش ته بلكه د عرش نه هم بره خپل خاص قُرب ته بللے وو، خپل ديدار ئې ورته نصيب كړے وو، بيا ئې بيرته مکّے مُکَرَّمے ته هم را اورسولو او مونږ ته د دِين و دُنيا خىرونه راکولو د پاره ئې مونږه د هغه خوږ نبـي صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم غلامان جوړ كړو، اَلْـحَـمْـدُ لِلّٰـہ! مونږه په دې فخر كوو، او اِنْ شآءَ اللهُ الْكَرِيْم! د قيامته پورې به په دې فخر کوو.

      د حضرت ابو سعيد خُدري رَضِیَ الله عَنْه نه روايت دے چې سركارِ مدينه صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائي: مَنْ رَضِیَ بِاللّٰہِ رَبّاً وَ بِالْاِسْلَامِ دِیْناً وَ بِمُحَمَّدٍ رَسُوْلًا وَجَبَتْ لَہُ الْجَنَّۃُ څوك