Hazrat Ibraheem Aur Namrood

Book Name:Hazrat Ibraheem Aur Namrood

(1-3):  حضرت اِبراهيم عَلَيْهِ السَّلام حَلِيم، اَوَّاه او مُنِيْب دے

په سيپارۀ 12، سورۀ هود، آيت نمبر 75 كښې ارشاد دے:

اِنَّ اِبْرٰهِیْمَ لَحَلِیْمٌ اَوَّاهٌ مُّنِیْبٌ(۷۵)  (پارہ12،سورۃھود:75)     

مفهوم ترجمہ کنزُ العِرفان: بيشكه ابراهيم ډير تحمل كوونكے، ډير آه ويستونكے او رجوع كوونكے دے.

په دې آيتِ كريمه کښې الله پاك د حضرت اِبراهيم عَلَيْهِ السَّلام درې اعلٰى صفتونه بيان كړي دي: (1) حضرت اِبراهيم عَلَيْهِ السَّلام حِلم والا دے، (2) حضرت اِبراهيم عَلَيْهِ السَّلام اَوَّاه دے، (3) حضرت اِبراهيم عَلَيْهِ السَّلام مُنِيب دے.

د حِلم معنٰى ده: بُردباري، دزړه نرمي، روا داري. اِمام غزالي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: سړي ته چې غُصَّه ورشي او هغه كوشش اوكړي، په ډير تكلف سره نفس مجبوره كړي او غُصَّه اونكړي نو دې عمل ته کَظْمُ الْغَیْظ وائي، يعنې غُصَّه څښل، كه بيا بيا د غُصّے څښلو مشق اوكړے شي، تر دې پورې چې داسې حالت پیدا شي چې غُصَّه هډو ورځي نه، او كه غُصَّه ورشي نو هُم چې د تكليف نه بغیر ئې په ډىره آسانئ سره اوڅښي، دې كيفيت ته حِلم وائي. اِمام غزالي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه نور فرمائي: د غُصَّه څښلو په نِسبَت حِلم زيات افضل دے، حِلم د عقل د كمال دليل دے. ([1])

     اے عاشِقانِ رسول! * حِلْم د الله پاك صِفَت دے* كوم خوش نصيبه ته چې د حِلْم دولت نصيب شي، هغه د الله پاك خوښ شوے او خوږ بنده جوړيږي * فرښتے د حِلْم والا مدد ګارې دي * د حِلْم والا کس خلق تعريف كوي * او حِلْم والا انسان اوچتو درجو ته رسي * د خوږ نبـي صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمان مبارك دے: پينځه


 

 



[1]...اِحْیاءُالعلوم، جلد:3، صفحہ:535تا536۔