Hazrat Ibraheem Aur Namrood

Book Name:Hazrat Ibraheem Aur Namrood

اے مومنانو ولے نه لولئ په خپل آقا دُرود        د فرښتو وظيفه ده اَلصَّلٰوۃُ وَالسَّلَام

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                    صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

د بيان اوريدلو  نيتونه

              فرمَانِ مُصطَفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم: ا َفْضَلُ الْعَمَلِ اَلنِّيَّةُ الصَّادِقَةُ  (يعنې) رښتينے نِيَّت د ټولو نه افضل عمل دے.([1])

       اے عاشقانِ رَسُول! ياد ساتئ! په نيك او جائز كار كښې چې څومره ښه نِيَّتونه زيات وي هغه همره به ثواب هُم زيات كيږي. د ثواب حاصلولو د پاره د بيان اوريدلو نه مخكښې ښه ښه نِيَّتونه كوو:

نِيَّت اوکړئ چې، * نظر به ښكته ساتم او ښه په غور به بيان اورم. * چې څومره كيدے شو د ډډه وهلو په ځائے به د عِلمِ دِين د تعظيم [يعني ادب] په نِيَّت د اَلتَّحِيَّات په شكل كښې كښينم * كه قلم كاغذ درسره وي نو د اهمو نكاتو نوټ كولو نِيَّت هم اوكړئ.

د حضرت ابراهيم عَلَيْهِ السَّلام تَعارُف

     خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! حضرت اِبراهيم عَلَيْهِ السَّلام د الله پاك جليلُ القدر نبـي دے، الله پاك هغوئي عَلَيْهِ السَّلام خپل خليل جوړ كړے دے، په دې وجه حضرت اِبراهيم عَلَيْهِ السَّلام ته خَلِيْلُ الله وائي. د حضرت اِبراهيم عَلَيْهِ السَّلام نه پس چې څومره انبياو عَلَيْهِـمُ السَّلام تشريف راوړے دے، ټول د هغوئي عَلَيْهِ السَّلام د اولاد نه دي، په دې وجه حضرت


 

 



[1]...جامع صغیر، صفحہ:81، حدیث:1284۔