Hazrat Ibraheem Aur Namrood

Book Name:Hazrat Ibraheem Aur Namrood

سورۀ هُود آيت نمبر75 كښې بيان شوے دے، هغه اَوَّاهٌ دے. د اَوَّاهٌ لفظي معنٰى ده: ډير آه كوونكے. علمائے كرام د ” اَوَّاهٌ 13 معنې بيان كړي دي، د دې معنو په اعتِبار سره به د آيتِ كريمه مطلب دا شي چې * حضرت اِبراهيم عَلَيْهِ السَّلام ډير زيات آه و زاري كوونكے دے، * حضرت اِبراهيم عَلَيْهِ السَّلام د الله پاك سره محبت كوونكے دے، * حضرت اِبراهيم عَلَيْهِ السَّلام ډيره عاجزي كوونكے دے * حضرت اِبراهيم عَلَيْهِ السَّلام ډيره توبه كولو والا دے، * حضرت اِبراهيم عَلَيْهِ السَّلام ډيرې دُعاګانې كوونكے دے، * حضرت اِبراهيم عَلَيْهِ السَّلام ډير زيات رحم كوونكے دے، * حضرت اِبراهيم عَلَيْهِ السَّلام پوخ يقين والا دے، * حضرت اِبراهيم عَلَيْهِ السَّلام ډير تسبيح لوستونكے دے، * حضرت اِبراهيم عَلَيْهِ السَّلام نورو ته خير ښيګړه زده كولو والا دے، * حضرت اِبراهيم عَلَيْهِ السَّلام د دوزخ نه ډير زيات ويريدونكے دے، * حضرت اِبراهيم عَلَيْهِ السَّلام د بدئ نه بچ كيدونكے دے، *په حبشي ژبه كښې ” اَوَّاهٌ “ رحم كولو والا ته وائي، په دې لحاظ سره به معنٰى شي: حضرت اِبراهيم عَلَيْهِ السَّلام ډير رحم كوونكے، ډير كرم كوونكے دے. * امام بُخاري فرمائي: اَوَّاهٌ هغه چا ته وائي، د چا زړه  چې هر وخت الله پاك طرف ته لګيدلے وي، په دې لحاظ سره به معنٰى شي: د حضرت اِبراهيم عَلَيْهِ السَّلام زړه به هر وخت د الله پاك طرف ته لګيدلے وو. ([1])

د حضرت اِبراهيم عَلَيْهِ السَّلام دريم وصف كوم چې قرآنِ كريم بيان كړے دے، هغه مُنِيْب دے. دا لفظ د اِنَابَةٌ نه جوړ دے او د اِنَابَةٌ معنٰى ده: اَلرُّجُوْعُ مِنَ الْکُلِّ اِلیٰ مَنْ لَہٗ الْکُلُّ ټول هر څه پريښودل او صرف د هغه [الله] طرف ته رجوع كوم چې د ټولو مالِك


 

 



[1]...تفسیرنعیمی، پارہ:12، سورۂ ھود، زیرِآیت:75، جلد:12، صفحہ224۔