Hazrat Ibraheem Aur Namrood

Book Name:Hazrat Ibraheem Aur Namrood

اِذْ قَالَ لَهٗ رَبُّهٗۤ اَسْلِمْۙ-قَالَ اَسْلَمْتُ لِرَبِّ الْعٰلَمِیْنَ(۱۳۱)   (پارہ1،سورۃالبقرۃ:131)               

مفهوم ترجمہ کنزُ العِرفان: ياد كړه چې كله د هغه ربّ هغه ته اوفرمائيل: فرمانبرداري اوكړه، نو هغه عرض اوكړو: ما فرمانبرداري اوکړه د هغه كوم چې د ټولو جهانونو پالونكے دے.

مُفَسِّرينِ كرام فرمائي: د حضرت اِبراهيم عَلَيْهِ السَّلام عمر مبارك چې کله ووه كاله وو نو هغوئي عَلَيْهِ السَّلام ته اوفرمائيل شو: اے ابراهيم! په هر شان سره زمونږه فرمانبرداره جوړ شه! په دې باندې حضرت اِبراهيم عَلَيْهِ السَّلام فوراً عرض اوكړو: زه د زړه نه د خپل ربّ فرمانبردار يم.

بيا حضرت اِبراهيم عَلَيْهِ السَّلام ټول ژوند په دې باندې قائم پاتې شو، د دې د پاره هغوئي د غټو غټو مشكلاتو نه تير شو خو هغوئي عَلَيْهِ السَّلام د الله پاك فرمانبرداري پرې نښوده. چې كله هغوئي عَلَيْهِ السَّلام د نَبُوَّت اِعلان اوفرمائيلو نو نمرود بدبخته هغوئي عَلَيْهِ السَّلام مَعَاذَ الله په اور كښې د اچولو ناپاكه كوشش اوكړو، چې كله هغوئي عَلَيْهِ السَّلام اور ته اچولے كيدلو، هغه وخت حضرت جبريل عَلَيْهِ السَّلام حاضر شو او عرض ئې اوكړو:  اے ابراهيمعَلَيْهِ السَّلام! که څه حاجت وي نو اُووائے. هغوی اوفرمائيل: تا ته مې څه حاجت نشته. عرض ئې اوكړو: نو الله پاك ته عرض اوكړئ. هغوی اوفرمائيل:الله پاك پخپله ما ويني، د عرض كولو ضرورت نشته.

[ په دغه وخت كښې الله پاك اور ته حكم اوكړو: اے اوره! په ابراهيم باندې يخ او سلامتيا والا جوړ شه.

نو اور په حضرت اِبراهيم عَلَيْهِ السَّلام باندې يخ او سلامتيا والا جوړ شو او حضرت اِبراهيم عَلَيْهِ السَّلام ته په اور كښې د هيڅ قِسمه تكليف نه کيدلو.]