Hazrat Ibraheem Aur Namrood

Book Name:Hazrat Ibraheem Aur Namrood

چې كله قوم د حضرت اِبراهيم عَلَيْهِ السَّلام خبره اُونه منله، كَلِمه ئې اونه لوسته او د حق تابعداران جوړ نه شو، قوم خپل ضِد ښكاره كړو نو حضرت اِبراهيم عَلَيْهِ السَّلام خپل كور پريښودو او د الله په لاره كښې ئې هجرت اوكړو، حضرت اِبراهيم عَلَيْهِ السَّلام د بُزُرګئ په عمر كښې وو، چې هغوئي عَلَيْهِ السَّلام ته د اولاد نِعمَت عطا شو، د حضرت اِبراهيم عَلَيْهِ السَّلام وړومبے شهزاده حضرت اسماعيل عَلَيْهِ السَّلام لا د شـودو څښلو په عمر كښې وو چې حكم اوشو: اے ابراهيمه! خپل بچے او د دوئي مور په مكه مكرمه كښې پريږده. په هغه وخت كښې مكه مكرمه بالكل غير آباده وه، دلته هيڅ څوك نه اوسيدل، او د ژوند تيرولو څه اسباب هم نه وو، هغه وخت هم حضرت اِبراهيم عَلَيْهِ السَّلام د الله پاك  حكم اومنلو او خپل شهزاده او د هغوئي والده حضرت هاجره رَضِیَ الله عَنْهَا ئې په مكه مكرمه كښې پريښودل، بيا د حضرت اسماعيل عَلَيْهِ السَّلام عمر مبارك لا 13 يا 17 كاله وو چې حكم اوشو:اے ابراهيم! خپل شهزاده حضرت اسماعيل عَلَيْهِ السَّلام قُربان كړه، حضرت اِبراهيم عَلَيْهِ السَّلام دا حكم هم اومنلو او د خپل شهزاده په مرئ ئې چاړه كيښوده.([1]) 

سُبْحٰنَ الله! په اصل كښې فرمانبرداري هم دا ده.....! حضرت اِبراهيم عَلَيْهِ السَّلام چې كله د الله پاك داسې كامله فرمانبرداري اختيار كړه نو هغوئي عَلَيْهِ السَّلام ته چې كوم انعام عطا شو الله پاك په قرآنِ كريم كښې د هغې ذِكر كوي، فرمائي:


 

 



[1]...تفسیرنعیمی، پارہ:1، سورۂ بقرہ، زیرِآیت:131، جلد:1، صفحہ:745تا746بتغيرقليل۔